1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوباما د سناتورۍ چوکۍ د خرڅلاو په تور د هغه ايالت والي نيول سوی

۱۳۸۷ آذر ۲۱, پنجشنبه

د امريکا د متحده ايالتونو ټاکل سوي ولسمشر بارک اوباما، ددغه هيواد دIllonis د ايالت د واليRod Blagojevich(رود بلاګوويچ) څخه، چي دبډي اخيستلو تورونه پري لګول کيږي، غوښتنه کړي، چي د خپلي دندي څخه استعفا وکړي

https://p.dw.com/p/GDqs
د امريکا راتلونکی ولسمشر بارک اوباما او د يلونايز د ايالت والي رود بلاګو ويچ
د امريکا راتلونکی ولسمشر بارک اوباما او د يلونايز د ايالت والي رود بلاګو ويچانځور: AP

داسي ويل کيږي چي پر نوموړي ګورنرباندي دبډي اخيستلودنورو تورونو ترڅنګ دا تور هم لګول کيږي چي غوښتل يې دبارک اوباما دسناتورۍ چوکۍ چي او س خوشي سوې پر نورو داوطلبو باندي په اصطلا خرڅه کړي.د امریکا په دغه ايالت کي که چيري ديوه سناتور څوکۍ مخکي دټاکلي مودې څخه خوشي کیږي ، ددغه ايالت ګورنر کولای شي دپاته مودې دپاره يو سناتور ونوموي.

خو د بډي اخيستلو په تور د يلونايز دايالت ، تورن ګورنر تر اوسه داستعفا کولو څخه ډډه کړی او له نظري پلوه لا دي دځواک په مسند ناست دی او کولاﺉ شي چي دي ځان پخپله داوباما په ځاي دسناتور په حيٍث ونوموي . چي دا به دامريکی دمتحده ايالتونو دراتلونکی ولس مشر اوباما دپاره په اصطلا يو ډير وحشتناک خوب وي . هسي چی ويل کيږی د ايلونايز ديالت ګورنر دمافياو په شان دا هڅه کړي چی داوباما دسناتوري دځوکي په شمول دمهمو پوستونو سره معامله وکړي .

اوباما په دي اړوند په يوه تبصره کی وايي چی :«د ايلونايز لپاره دا يوه ډير ويرجنه ورځ وه.» کله چي د ايلونايز دايالت ګورنر، بلاګوويچ د FBI له خوا ونيول شو، نو ددي پيښی په هکله داوباما لنډه تبصره همدا خبره وه . او بيا دامریکی ټاکل شوی ولس مشر اوباما وايي چي دايلونايز دنيول شوي ګورنر سره چي دڅارنوالي له خوا دبډی اخيستلو ډير بد تورونه پري لګول شوي ، نه له ده سره شخصاً او نه دده له دفتر سره يي کوم تماس درلود.

او باما وايي :«خو داخبره سمه ده چي دوه کاله دمخه ، ما ددغه ګورنر سره يو ګډعکس اخيستی او هغه زما دبيا ټاکل کيدلو توصيه کړې وه . خو داهغه وخت و چي په شيکاګوکي دFBI د څانګي له خوا دبلاګوويچ تیلفوني خبري اوريدل کيدلې او دی ترشک لاندي راغلي و.» خو اوس جمهوریت غوښتونکي داهڅه کوي چي ټاکل شوی ولسمشر اوباما مخکي له دې چي پخپل کار يي پيل کړي وي ، دبډي اخيستلو په دغه فاجعه کي چي داوباما داستوګني په ښارکي پېښه شوې، دده پښه هم پکي ور داخله کړي.

اوباما«نه له دې څخه خبر و چي بلاګويچ دFBI لخوا تر تعقيب لاندي دی او نه دی په دې خبر و چي د بلاګويچ تلفون تر کنترول لاندي نیول شوي»
اوباما«نه له دې څخه خبر و چي بلاګويچ دFBI لخوا تر تعقيب لاندي دی او نه دی په دې خبر و چي د بلاګويچ تلفون تر کنترول لاندي نیول شوي»انځور: picture-alliance/dpa

داچي اوباما دولسمشرۍ د ټاکنو په وخت کي دا ژمنه کړې چي هر شی به روښانه او برملا وي ، دی بايد چي اوس دا ثابته کړي. اوبيا داوباما، سياسي مخالفين داهم وايي چي د اوباما کومي خبري چي تراوسه يې په دې اړوند کړي عجيبه شانته بريښي.

دامريکي دمتحده ايالتونو ټاکل شوی ولسمشر وايي چي دی نه له دې څخه خبر و چي بلاګويچ دFBI لخوا تر تعقيب لاندي دی او نه دی په دې خبر و چي د بلاګويچ تلفون تر کنترول لاندي نیول شوي. خو دلته داپوښتنه هم کيدای شي چي دده نږدې سلاکاران څومره خبرو؟ د مثال په توګه دولسمشرۍ په ټاکنو کي داوباما نږدې سلاکار David Axelrodt ; يو ه میاشت مخکه په يوه تلوزيوني مرکه کي ويلي و چي طبعاً په همدې نږدې وختونوکي د ايلونايز دسناتور اوباما او دايلونايز دګورنر بلاګويچ ترمنځ خبري سوي.خو اوس دی وايي چي:«ما اشتباه کړې چي يوه میاشت دمخه مي ويلي و، د اوباما او دګورنر ترمنځ خبري شوي.» دغه خبره داوباما، نږدې سلاکار دويد اکسل رود دCNN د تلوزیون سره په یوه مرکه کي کړې.

په هغه تلفوني خبرو کي چي دFBI له خوا اوريدل شوي،يوه ناپيژندل شوي سړی د ايلونايز ګورنر ته په تيلفون کي ويلي وي چي که چيري د اوباما دسناتورۍ چوکۍکي ده ته ورکړي ، دي به 500 زره ډالره ګورنر ته ورکړي.خو د ايلونايز ګورنر دغه ټول تورونه ردوي او وايي چي دی د بډي اخيستلو سر سخت مخالف دی او له همدې امله نه غواړي چي استعفا هم وکړي. دی اوس په مالي ضمانت سره له بند نه خوشی شوی.