1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوباما د پرشاتګ په اړه د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

۱۳۸۸ اردیبهشت ۲۵, جمعه

بارک اوباما خپله هغه ژمنه بيرته اخیستي چي ويلي يې ول هغه عکسونه به وښودل سي چي په افغانستان او عراق کي په امریکايي بندیخانو کي اخيستل شوي او ښودل يې دي چي په دغه بندیخانو کي څنګه بندیان د امریکايي عسکرو له خوا زورول سوي

https://p.dw.com/p/HrCk
د yes we can « هو موږ کولای شو » اوس هسي چي ښکاري دسپيني ماڼۍ په بيضوی دفتر کي يو څه خپل مفهوم بدل کړی او وای به، چي « نه هرڅه هم نشو کولاي »
د yes we can « هو موږ کولای شو » اوس هسي چي ښکاري دسپيني ماڼۍ په بيضوی دفتر کي يو څه خپل مفهوم بدل کړی او وای به، چي « نه هرڅه هم نشو کولاي »انځور: AP

خو يو ناڅاپه اوباما د دغه عکسونه ښودل منع کړي او ويل شوي چي دا کار به له يوې خوا د امریکا د متحده ايالاتو د امنيت له پاره يو خطروي او له بله پلوه به په عراق او افغانستان کي د امریکايي عسکرو له پاره لاپسي خطرونه زيات کړي.

داولس مشر بارک اوباما ددغي پريکړي په هکله د نړۍ په ډیرو ور ځپاڼو وکي بيلا بيلي تبصري شوی دي. مثلا دWest Deutsche Allgemeine Zeitung په نامه آلمانۍ ورځپاڼه چي د آلمان داسن په ښارکي خپريږي، پخپله پرونۍګنه کي لیکي، چي سپیني ماڼۍ ته داوباما په راتګ سره ډير اميدونه او هيلي را ژوندۍ سوي ول.

او باما دChange یا بدلون ناره پورته کړه او دا ژمنه يې کړې وه چي دی به دخپل سلف دسياسي تګ لاري څخه مخ اړوي. دنړۍ اقلیمي وضع ته به زیاته پاملرنه کوي، له ايرانه سره به مخامخ خبري کیږي، له عراقه څخه به د امریکايي عسکرو په ايستلو کي تلوار وکړي، که څه هم په لومړی سرکي به په افغانستان کي د امریکايي عسکرو په شمېر کي زياتوالی راځی خو په دغه هیواد کي به ديوه نوي سيمه ايز ستراتيژي چوکاټ کي ددغه هیواد اقتصادي پرمختګ او بيرته رغوني ته زياته پاملرنه وشي، د ګوانتانامو بندیخانه به تړل کیږی او نور به ددغه هيواد په بندیخانو کي هیڅکله وهل ، ټکول، د بندیانو زورول او بې عزتي نه وي.

همدغه ژمني او خبري وې چي د وچيکاګو د ښار سناتور بارک اوباما د امريکا په متحده ایالتونو کي د ولسمشرۍ ټاکني وګټلې خو هسي چی ښکاري اوس دده د دريو کلم تګ لاره چي ويل يېyes we can « هو موږ کولای شو » اوس هسي چي ښکاري دسپيني ماڼۍ په بيضوی دفتر کي يو څه خپل مفهوم بدل کړی او وای به، چي « نه هرڅه هم نشو کولاي » او بيا دغه پاڼه مخ په وړاندي لیکي چي ولسمشر اوباما او دده پلويان اوس د ورځني ژوند د واقعیتونو سره مخامخ شوي او ویني چي ويل او عمل سره ډیر توپیر لري.

يا دAftenposten په نامه محافضه کاره نارويژۍ پاڼه پخپله ننۍګڼه کي د بارک اوباما ددې پریکړي په هکله چي بايد هغه عکسونه کوم چي په افغانستان او عراق کي د امریکایانو په بندیخانو کي اخستل سوي او ښه يي،چي په دغه بندیخانو کي د امریکايي عسکرو له خوا څنګه بندیان زورول شوي او شکنجه شوی دي دعامه افکارو د قضاوت له پاره خپاره نشي، لیکي.

« د کلماتو په پرتله په يوه عکس کي واقعيتونه زر واري په ښه توګه ښودل کیدای شي. او ښايي همدا علت هم وي چي ددغه عکسونو د ښودلو په موضوع کي دولسمشر بار ک اوباماپه سیاست کي يو سیاسي څرخ منځ ته راغلی وي. داچي اوباما نه غواړي په افغانستان او عراق کي د امريکایانو په بندیخانو کي د هغه بندیانو عکسونه خپاره شي چي دوی د امریکايي عسکرو له خوا کړول شوي او بې عزته شوي دي، په دې هکله کومي نیوکي چي پر اوباما باندي کیږي پر ځاي نیوکي دي. اوباما په دي کار سره له خپلۍ خبري اوښتی، له بله پلوه دغه عکسونو ته او س دپخوا په پرتله زیاتره دعامه افکارو پام اوښتی او دی دخپلو پلویانو په منځ کي بد قوله شوی.

دRheinische Post په نامه آلمانۍ ورځپاڼه هم داکار د اوباما يوه اشتباه ګڼي او ليکي.

« دبشر د حقونو د پلويانو له پاره د اوباما دغه پریکړه ددوی په مخ يوه څپيړه ده. دوی بايد هوښیار ووسي او واقعیتونه له نظره ونه غورځوي. داچي اوباما نه غواړي په افغانستان او عراق کی د امریکايانو په بندیخانو کي د هغه بندیانو عکسونه وښودل شي چي د بوش په زمانه کي دوی زورول شوي او کړول شوی دي، په دې صورت کي کله چي دغه عکسونه ښکاره نه شي نو هر څوک به د خپلو تصوراتو څخه کار اخلي چي آیا لد دغه بندیانو سره څه کارونه شوي چي امریکايان يي نه غواړي وښه يي.

Presse / ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل