1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوباما له پاره د افغانستان-پاکستان ستراتيژي ستره ننګونه ده

۱۳۸۸ اردیبهشت ۶, یکشنبه

د بارک اوباما سل ورځي کيږي چي د سپيني ماڼۍ د اقتدار پر څوکۍ ناست دی. په دې موده کي هغه له خپلي ژمني سره سم له عراق څخه د افغانستان جګړې ته پام واړوه...

https://p.dw.com/p/Hee2
اوباما د خپلو دوو وزيرانو سره د افغانستان-پاکستان د نوي ستراتيژۍ د اعلان پر مهال
اوباما د خپلو دوو وزيرانو سره د افغانستان-پاکستان د نوي ستراتيژۍ د اعلان پر مهالانځور: AP

د اوباما ددې ستراتيژۍ برياليتوب کيدای شي په هغو پيښو پوري وتړل سي چي په ناکراره پاکستان کي پيښيږي، هغه پيښي چي د هغه تر کنترول لاندي نه دي.

دهغه د افغان جګړې په ستراتيژي کي پاکستان د هغو هلو ځلو په زړه کي ځای سوی دی چي موخه يې په نوموړي هيواد کي د القاعدې او طالب اورپکو د جرړو ايستل دي. د پولي په دواړو خواوو کي د هغوی وروستیو پرمختګونو د نړيوال خطر زنګ وهلی دی.

د طالب اورپکو له ناحيې څخه ګواښ ته په اشارې سره اوباما دغه سيمه د خپلو الفاظو له مخه « د نړۍ د ډيرو خطر لرونکو» سیمو څخه یاده کړې ده. که څه هم پاکستان د اوباما له رياست څخه د مخه لړزنه وضعه درلوده، خو په سوات کي له طالبانو سره د پاکستاني حکومت اوربند واشنګټن ته يو ښه زيری نه ؤ او په هستوي وسلو سمبال هيوادکي د مسلمانو تند لارو د پياوړتيا په هکله سختي پوښتني رامينځ ته کړي دي.

اوباما هيله لري چي د ډيپلوماسۍ او پراخو پوځي او اقتصادي مرستوله لاري پاکستان وهڅوي چي د طالب تندلارو چي د کابل د حکومت او اسلام اباد واکمني له ننګونو سره مخامخ کړې دي، پرضد پوځي عمل وکړي. خو د اوباما لوړ پوړي مشاورين اعتراف کوي چي واشنګټن پر پاکستان باندي يوازي محدود لنګر لري.

څارونکي په دې نظر دي چي د اوباما د افغان-پاکستان ستراتيژي چي موخه يې تر ټولو د مخه په سیمه کي د القاعدې د جرړو ايستل اعلان سوي، نه په سيمه کي د ډيموکراسۍ راوستل، که چيري اوباما بريالی نه سي،ښايي ستونزي د ځان سره ولري.
څارونکي په دې نظر دي چي د اوباما د افغان-پاکستان ستراتيژي چي موخه يې تر ټولو د مخه په سیمه کي د القاعدې د جرړو ايستل اعلان سوي، نه په سيمه کي د ډيموکراسۍ راوستل، که چيري اوباما بريالی نه سي،ښايي ستونزي د ځان سره ولري.انځور: AP

د افغانستان او پاکستان له پاره د اوباما ځانګړی استازی ريچارد هولبروک وايي:

«حتي که چيري موږ په افغانستان کي هر څه سم کړو. که چيري له اختلاس او اداري فاسد څخه ژغورلی حکومت ولرو،حتي که ښوررښ او بغاوت مو هلته له مينځه وړی وی، بياهم موږ نه يو بريالي سوي، تر هغه پوري چي په پاکستان کي مو سمون نه يي راوستی ».

د پاکستان پوځ او سياسي مشرانو ثابته کړې ده چي هغوی له خپل سرسخت دښمن هند څخه د پام اوښتو اراده نه لري، دا په داسي حال کي ده چي د هغه غښتلې استخباراتي اداره له طالبانو څخه د پراخ ملاتړ له پاره تورنه ده.

که څه هم د افغانستان د پولو له لاري پاکستان ته د امريکايي ځمکنيو ځواکونو له استولو څخه اوباما ډه ډه کوي خو د پاکستان په دننه کي د القاعدې او طالبانو د مرچلو پر ضد د بې پيلوټه الوتکو ببماريو ته يې دوام ورکړی.

استخباراتي مامورين وايي هوايي عملياتو د القاعدې شبکې ته تاوانونه اړولي دي، خو په عيني وخت کي يې د عامو خلکو قهر او غوثه هم را پارولې ده او د دواړو هيوادونو تر مينځ د تاوتريخوالي لامل ګرځېدلی.

څارونکي په دې نظر دي چي د اوباما د افغان / پاکستان ستراتيژي چي موخه يې تر ټولو د مخه په سیمه کي د القاعدې د جرړو ايستل اعلان سوي، نه په سيمه کي د ډيموکراسۍ راوستل، د جمهوررييس له پاره که چيري بريالی نه سي،ښايي ستونزي د ځان سره ولري، هغه ستونزي چي غبر ګون به يې په لومړي سرکي د امريکايي راييو ورکونکو او د متحده ايالاتو د متحدينو په مينځ کي وليدل سي.

AFPE/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل