1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوباما لپاره آسانه نه ده چي د افغانستان د جګړي پر سر تصميم ونيسي

۱۳۸۸ آبان ۱۷, یکشنبه

د متحده ايالاتو پر جمهور رييس بارک اوباما باندي فشار زياتيږي ترڅو د هغي يوي جګړي د ګتلو لپاره خپل پلان وړاندي کړي چي قوماندان يي وايي هغه د بايللو له خطر سره مخامخه ده...

https://p.dw.com/p/KR5o
د امريکا جمهورريس بارک اوباما
د امريکا جمهورريس بارک اوباماانځور: AP

لوړ پوړو مشاورينو ويلي دي چي د متحده ايالاتو د جمهور رييس لپاره به دا، د هغوي د خپلي وينا له مخي، « غير مسوولانه » وي، مخکي له دي چي روښانه کړاي شي چي په کابل کي څوک قدرت په لاس کي لري، د لس ګونو زرو نورو سرتيرو لپاره ژمنه وکړي.

جنرال ستنيلي ميک کريستل چي په افغانستان کي همدا اوس د څه د پاسه سل زرو سرتيرو قومانداني په غاړه لري د 40 زرو نور سرتيرو لپاره يي غوښتنه کړي ده، هغه يوه غوښتنه چي د لوړ پوړو پوځيانو له خوايي هم ملاتړ کيږي.

خو د امريکايانو او اروپايانو ليوالتيا له دغي جګړي سره کمزوری شوي ده، کار پوهان وايي چي اوباما ښايي د يو محدود شمير نورو سرتيرو د استولو لپاره تصميم ونيسي. هغوي خبرداري ورکوي چي نوري لاري چاري له ستونزو سره مخامخ دي.

په يوي وينا کي تيره مياشت، ميک کريستل خبرداري ورکړ: « وضعيت جدي دی ، څرنګه چی نه د برياليتوب او نه دي ماتي ضمانت کيداي شي.»

دغه ډول يو پيغام حتي د ناتو تر مشري لاندي د ايساف د يو بل قوماندان له خوا هم په تندو الفاظو بیان شوی دی. دغه قوماندان چي د فرانس پرس خبري آژاسن ته د خپل هویت د نه بربڼدولو په شرط خبري وکړي وويل: « په افغانستان کي ساعت خپل ټک ټک پيل کړي». هغه وويل: « مونږ ورځ په ورځ د خلکو ملاتړ له لاسه ورکوو او له پوځي نظره، زه نه شم کولاي چي د سرتيرو له اوسني شمير سره مخ په وړاندي ګام واخلم.» دغه منصبدار زياتوي: «که چيري غواړو چي له خلکو سره يو ځاي شو، له هغو سره په کليو او باڼدو کي ژوند وکړو، نو بايد زيات سرتيري ولرو.»

د نړيوال کړکيچ نومي ډله يا ICG چي يوه څيړنه ايزه مؤسسه ده، په خپل يو وروستي رپوټ کي خبرداري ورکړ چي په 2001 کال کي له قدرت څخه د راپرځيدو را په دي خوا طالبان يو ځل بيا غښتلي شوي دي. د هغي مؤسسي په رپوټ کي ويل شوي دي چي « ياغيان باور کوي چي اوس د هغوي لاس اوچت دي».

ډيري پوځيان احساس کوي چي د سرتيرو د شمير کموالي د دي سبب شوي چي د اطرافي سيمو کنترول په لاس کي ونه لري. خو ځيني نور لوړ پوړي چارواکي، لکه د امريکا د متحده ايالاتو د سنا د مجلس د بهرنيو چارو د کميتي مشر، جان کيري استدلال کوي چي د تروريزم په وړاندي جګړه له ايتلاف څخه دا نه غواړي چي هر مرو دي، د هغه د خپلي وينا له مخي، « د افغانستان په هر ګوټ او هر ګوښه کي طالبانو ته ماته ورکړاي شي».

په کابل کي افغان سياسي کارپوه او تحليلونکي، وحيد مژده وويل: په هغه وخت کي شوروي اتحاد هم وموندله چي د سرتيرو زياتوالي د برياليتوب ضمانت نه کوي. د هغه پوځ له لسو کلونو يرغل او مجاهدينو سره له جګړي څخه وروسته، مجبوره شو چي بيرته ووځي.»

مژده فرانس پرس ته وويل: « تاريخ مونږ ته ښودلي ده چي زيات بهرني سرتيري د حل لاره نه ده» هغه وايي: «شورويان زمونږ ګاونډيان ؤ او 120 زره سر تيري يي په افغانستان کي درلودل.»

د هغو معلوماتو له مخي چي د متحده ايالاتو رسنيو ته لاس ته ورغلي دي، جمهور رييس بارک اوباما ښايي سترو ښارونو کي د سرتيرو د يو محدود شمير زياتوالي لپاره تصميم ونيسي.

مارک شنايدر چي د نړيوال کړکيچ نومي ډلي د څيړنه ايز مؤسسي د رييس مرستيال دي وايي: « اوباما ښايي يو محدود پلان وړاندي کړي چي ښايي وروسته ورته بدلون ورکړي.»

شنايدر وايي: « مونږ به دير ژر واورو چي د متحده ايالاتو حکومت اعلان وکړي چي ، په اوسني وخت کي مونږ بايد يو زيات شمير پوځي روزنکي او کارپوهان افغانستان ته واستوو تر څو د افغان ملي پوځ د رزوني پروسه ګړندي شي.»

ستيفن بيدیل چي د جنرال ميک کريستل د ارزونی د تيم يو غړي ؤ او د سپارښتنو په طرحه کولو کي ونډه درلوده، وايي، پوځي روزنی هم د ډيروزياتو عسکرو غوښتنه کوي.

نوموړي د نوي جمهوريت نومي ژورنال ته په يو مقاله کي ليکلي دي : « د يوي جګړي په منځ کي د يو کورني امينتي ځواک روزل داسي نه ده لکه چي سړي د ليسي زده کونکو ته د رياضي درس ورکوي. دا کار د يو محدود شمير ښوونکو سره په برياليتوب سرته نه رسيږي.»

ستيفن بيدیل وايي: دا کار د ډيرو زياتو لويديځو ځواکونو غوښتنه کوي چي له افغان ملي پوځ سره په ګډه ژوند وکړي او د هغو تر څنګ وجنګيږي.»

اوباما په اصطلاخ له « معتدولو» طالبانو سره خبراترو ته ته اشاره کړي ده، همدا راز کرزي د جمهوري رياست لپاره د بيا ټاکل کيدو څخه وروسته په خپل لومړي غبرګون کي په اصطلاح د زيتون څانګه، د هغه د خپلي خبري له مخي « افغان ورونو» ته وړاندي کړه.

افغان سياسي څيړونکي وحيد مژده موافق دي چي «د افغانستان د ستونزي د حل لاره له طالبانو سره خبري اتري دي، خو کار پوه، ستيفن بيدل دغه ډول يو اقدام په اوسني وخت کي ناکام بولي، دا ځکه چي طالبان ګمان کوي چي هغوي په قوت کي دي او ښايي يو معقولي روغي جوړي ته چمتو نه شي.

AG/AFP/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل