1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوبو پر سر تيل اوس د امريکا سواحلو ته ورسيدل

۱۳۸۹ اردیبهشت ۱۰, جمعه

دامريکې دمتحده ايالتونو په جنوبي خواکي دچاپيريال دخرابيدلو داسي يوه فاجعه روانه ده ، چي په تيرو لسيزو کي يې ساری نه دی ليدل شوی

https://p.dw.com/p/NBAk
د اوبود تَل څخه د هغه سر ته د تيلو راوتل
د اوبود تَل څخه د هغه سر ته د تيلو راوتلانځور: AP

داومو تيلو کوم ټغر چي دمکسيکو له خليج څخه دسمندر داوبو له لاندي دتيلو دايستلو په وخت کي پيل شوی ، اوس يې لمن دامريکې دمتحده ايالتونو دليوزانيا تر ايالته پوري رسيدلې ده .

له واشنګتن څخه زمونږ راډيويي همکار رالف سينا خبر راکوي :

دامريکې دمتحده ايالتونو د دننه دامنيت دژغورني دچارو وزيره جانيت ناپوليتانو وايي چي دمکسيکو دخليج دتيلو فاجعه يوه ملي فاجعه بلل کيدای شي .

او بيا دولسمشر بارک اوباما وياند وايي چي ولسمشر له دې امله ډير سخت انديښمن دی .

او په رښتيا سره هم دغه پيښه دانديښنې وړ يوه پيښه ده . هر ورځ لږ تر لږه 800000 ليتره اومه تيل دمکسيکو په خليج کي بهيږي، چي دغه اندازه دپخواني اټکل څخه پنځه چنده زياته ده، اوکه چيري دتيلو فشار کم نسي نو په راتلونکي اونيو کي به هم وضع په همدې ډول سره دوام پيدا کړي .

NO FLASH Ölteppich vor der Küste von Louisiana USA
انځور: AP

تراوسه پوري هيڅوک په دي نه پوهيږي چي له تخنيکي پلوه سړی څنګه کولای شي 1500 متره دسمندر داوبو لاندي يو سوری چي تيل ترې رابهيږي ، بند کړي . نه د BPدتيلو شرکت چي په دغه ځای کي دتيلو په تفحصاتوبوخت ؤ او نه دامريکا متحده ايالونه پوهيږي چي ددغي فاجعې مخه څنګه بايد ونيول شي .

خو هسي چي دامريکې دمتحده ايالتونو دننه دامنيت دژغورني دچارو وزيره نابوليتانو وايي مونږ لږ تر لږه پر دي بريالي شوي يو چي ددغي فاجعې داغيزو پر ضد مبارزه وکړو . دا وايي،

«مونږ په اوبو کي يو شمير موانع درولي ، تر څو چي په اوبو کي دبهيدلو تيلو اغيزې تر سواحلو پوري ونه رسيږي . »

Ölteppich vor der Küste von Louisiana USA
انځور: AP

په دې خبرو سره ناپوليتانو غواړي امريکايانو ته په اصطلا تسلي ورکړي .

خو دامريکې دمتحده ايالتونو ولسمشر بارک اوباما داخبره هم کوي چي ددغه ټولو تاوانونو جبران به دتيلو شرکت BP مني .

رالف/ فضلي

کتونکي : محمد قاسم نوري