1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوسامه بن لادين د موټر چلونکي لپاره د سزا ټاکلو پر سر سلا مشورې رواني دي

۱۳۸۷ مرداد ۱۵, سه‌شنبه

ددوهمي نړيوالي جګړې را پديخوا دا اول وار دی چي د امريکاپه متحده ايالاتوکي يو څوک په دې تور محاکمه کيږي چي د امريکاد متحده ايالاتو پر ضد په جګړه کي يې جنایتونه کړي دي

https://p.dw.com/p/EqnY
د القاعدې شبکې مشر اوسامه بن لادين
د القاعدې شبکې مشر اوسامه بن لادينانځور: AP

دغه شکمن تورن د القاعدې دنړيوال تروريستي سازمان دمشر اوسامه بن لادين موټر چلونکی ساليم همدان دی. نومو ړی چي دګوانتنامو دټاپو په زندان کي ديوې خاصي پوځي محکمې لخوا تر محاکمې لاندي نيول سوی و، د دوشنبې د ورځي راهيسي شپږ تنه دپوځي محکمې معتمد قاضيان دده دسزا دحد دټاکلو پرموضوع باندي سره سلا مشورې کوي.

که چيري پر ده باندي لګول سوي تورونه ثابت سي چي ويل کيږي، نوموړی د امريکادمتحده ايالتونو پر ضد په بغاوت لاس پوري کړی او ديوه تروريستي سازمان غړی دی، نو دده سزا به لږ تر لږه عمري بند وي.

پر سالم همدان، باندي داتور لګول کيږي چي د 2001 ميلادي کال دسپتمبر دمياشتي د 11 نيټې دتروريستي ګوزار دپيښي څخه وروسته يې دبن لادين سر مرسته کړې چي وتښتي او د امریکا د متحده ايالتونو دامنيتي مقاماتولاس ته ورنسي.خو پخپله سالم همدان، ادعا لري چي، دی يوموټر چلونکی و، او داچي د امریکا دمتحده ايالتونو د دفاعي چارو د وزارت لخوا پر ده باندي داتور لګول کيږي چي نوموړی د القاعدې د نړيوال اسلامي ترورويستي شبکې دمشر اوساما بن لادين، په وړاندې د وفادارۍ لوړه کړې چي دی به ددغه تروريستي سازمان سره هيڅکله جفا ونه کړي، ردوي او وايي چي ده داسي يو هوډندی کړی.

په ګوانتنامو کي د ساليم همدان د محکمې يو رسم، چپ لاس ته همدان ناست دی
په ګوانتنامو کي د ساليم همدان د محکمې يو رسم، چپ لاس ته همدان ناست دیانځور: AP

دسالم همدان، مدافع وکيل پخپله دفاعيه کي وايي چي د ده موکل يوعادي موټر چلونکی و، لکه دنورو هغه موټر چلونکو په شان چي د اوساما بن لادين د ډلي سره يې کارکوۍ.

دکومي بیلګو څخه چي د همدان، پر ضد په محکمه کي کار اخيستل سوی، ټول هغه اسناد دي چي په افغانستان او ګوانتناموکي له ده څخه دتحقیقاتو پروخت تر لاسه سوي دي، خو دلته خبره داده چي ويل کيږي، کوم اقرارونه، چي نوموړي په افغانستان اوګونتناموکي د مستنطقينو په وړاندي کړي دي، بايد په دې اړوند دامساله په نظر کي ونيول سي چي هغه وخت ده ته نه وه ويل سوي چي دی دتورن په توګه څه حقوق لري.

په داسي حال کي چي د تحقيقاتو پر وخت بايد يوتورن ته داخبره په ډاګه سي چي دی کولای سي د هغه اظهاراتو څخه ډډه وکړي چي دی پخپله پکښي مسول ګڼل کيدای سي. دغه خبره د محکمې د قاضیانود ډلي څخه يو قاضي چيKeith Allred نوميږي نورو معتمدو قاضیانو ته کړې ده.که چيري سالم همدان، دپوځي تریبونال د شپږو معتمدو قاضيانو له جملې څخه د څلورو قاضيانو له خوا ګرم وبلل سي، نو دی به مجرم وپيژندل سي.

د CIA د پټو زندانونو څخه بنديان ګوانتنامو ته د ليږلو پر مهال
د CIA د پټو زندانونو څخه بنديان ګوانتنامو ته د ليږلو پر مهالانځور: Roadside Attractions

سالم همدان د 2001 میلادي کال دنومبر په مياشت کي په افغانستان کي نيول سوی او بيا شپږ میاشتي وروسته دګونتانامو بنديخانې ته ليږل سوی دی.

کوم پوځي تريبونال چي په ګوانتاناموکي يې په کار پيل کړی دی، غواړي چي په راتلونکي څو مياشتو کي د ګونتانامو 20 کسه بندیان محاکمه کړي. چي په دغه ډله کي پنځه کسه هغه بنديان شامل دي چي ويل کيږي دوی په مستقيم ډول سره په نیويارک او واشنګتن کي د 2001 ميلادي کال دسپتمبر دمياشتي د 11 نيټې په تروريستي بريدونو کي لاس درلود.

دغه بندیان هغه کسان دي چي په 2006 میلادي کال کي دوی دCIA دپټو بنديخانو څخه ګونتنامو ته ليږل سوي دي.د امریکایانو دپلان له مخه بايد دګونتنامو په پوځي تريبونال کي ددغه بندیخانې څخه 80 کسه تر محاکمې لاندي ونیول سي.