1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوسلو د بریدونو په اړه نوی رپوټ خپور شوی

۱۳۹۱ مرداد ۲۴, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/15pCt

په ناروې کې د هغه برید په اړه چې پکښې ۷۷ تنه وژل شوي وو، آزادې څیړنې ښیي چې دا ممکنه وه چې په اوسلو کې د بمي چاودنې مخه نیول شوی وای. په دغه اړه جوړ شوي کمیسیون د پولیسو په غوښتنه د دغه ډل وژنې چې د بیرنگ بریوک له خوا تر سره شوې وې په اړه یو راپور چمتو کړی دئ.

بریوک په لومړي سر کې په اوسلو کې د یوې دولتي ودانې مخې ته یو موټر چې پکښې چاودیدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو چولې وو چې په ترڅ کې ئې اته تنه وژل شوي وو. تر هغې وروسته نوموړي د اوتویا په جزیره کې ۶۹ تنه په ډزو وژلي وو چې زیاتره ئې ځوانان وو.

په رپورټ کې راغلي دي که چیرې په اوسلو کې د دولتي ودانۍ مخې هغه لازم امنیتي تدابیر چې اړین وو نیول شوی وای نو د لومړنۍ پیښې مخنیوی کیدای شو. په پام کې ده چې د بریوک د قضیې په اړه به محکمه خپل حکم د اگست د میاشتې په اخره کې اعلان کړي.