د اوسېدنې پنځه غېر عادي ودانۍ
يو شمېر داسي انسانان سته چي خپل عادي کور يې نه خوښيږي او غواړي چي په يو غېر عادي ځای کي واوسي. په دغه انځوريز البوم کي د دا ډول غېر عادي اوسېدو د ځايونو بېلګي ليدلای سئ.
د سيمنټو فابريکه
هسپانوي مهندس ريکاردو بوفيل د سيمنټو يوه زړه فابريکه رانيوله چي پکښي د تغيراتو راوستلو وروسته ځان ته يوه کلا جوړه کړي. نوموړی د تيرو ديرشو کالو راهيسي په دغه پخوانۍ فابريکه کي د خپلې دويمي ماينې او زوی سره اوسيږي. دغه ودانۍ ۵۰۰ متر مربع د اوسېدو ځای لري چي پکښي دفترونه، کتابخانه، نندارتونونه او يو شمېر د اوسېدو خوني شاملي دي.
حصار
د دويمي نړيواله جګړې پر وخت په بل هيڅ آلماني ښار کي دومره حصارونه نه دي جوړ سوي لکه په هامبورګ ښار کي. د جګړې تر پاي پوري په دغه ښار کي تر ۱۰۰۰ زيات حصارونه جوړ کړل سول. دا چي دغه ساتونکي ودانۍ ډيري درنې جوړي سوي وي، نو نړول يې زيات ګران او قيمتي وي. همدا وجه ده چي يو شمېر د مهندسان سته چي په دې کي تخصص لري چي له حصار څخه څنګه د اوسېدو ځايونه جوړ کړل سي.
د اوبو ځېرمه تون
د هسپانيې د خپلواکمنې سيمي د کناري جزيرو څخه يوه هم د لانڅاروت جزيره ده، چيري چي د زيرخانې دغه انځور ليدل کېدلای سي. تر مځکي په لاندي دغه ځای کي اوبه ځېرمه کېدلاې. خو کله چي د دغه کوچني کلي خلکو ته هم د نل له لاري د اوبو رسېدل پېل سول نو يې دا ډول تر منځکي لاندي د اوبو ځېرمه تونونو ته نوره اړتيا نه درلوده. د اودا او يايو په نوم يوې جوړې له خپل پخواني ځيرمه تون څخه يو اپارتمان جوړ کړی دی.
د الوتکو د درولو سرپټی ځای
د آلمان په شمال کي ولاړې د دغې ودانۍ صرف مخکنی ديوال له خښتو دی. په اصل کي دغه ودانۍ پخوا د الوتکو د درولو سرپټی ځای ؤ. خو اوس دغه د اوسېدو په ځای بدل کړل سوی دی او پکښي ۱۴۰ متر مربع د اوسېدو ځای رامنځ ته سوی دی. کله چي په ۱۹۹۰مو کلونو کي بريتانوي عسکر له دغه سيمي ووتل نو يو مهندس دغه ځای په کور بدل کړ.
کلېسا
کله چي د عيسويانو يوه ډله د خپلي کليسا د ودانۍ د چلولو له پاره پيسې نه لري نو څه ورباندي کوي؟ په بعضي مواردو کي هغوی د کليساؤ خپلي ودانۍ په کرايه ورکوي چي دا د مسيحيانو و اړونده جامعې او ټولني ته اقتصادي کومک رسوي. په زياته بيا د لندن په شان په قيمتي ښار کي د اوسېدو له پاره د کليسا په کرايه ورکول ډېر ګټور تمامېدلای سي. دغه انځور د هغه يوه بېلګه ده.