1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اولمپيک د لوبو مشعلد اندونيزيا پلازمينۍ جاګارتا ته ورسيد

۱۳۸۷ اردیبهشت ۳, سه‌شنبه

نن د محلی وخت په سهار د اولمپيک د لوبو مشعل د اندونيزيا پلازمينۍ جاګارتا ته ورسيد.

https://p.dw.com/p/Dm8y
د اولمپيک د لوبو مشعل
د اولمپيک د لوبو مشعلانځور: AP

د اندونيزيا په پلازمينه جاګارتا کی به دغه مشعل دډيرو سختو امنيتی شرايطو لاندی په داسی حال کی چی عامه خلک به يی ننداری ته دراتلو اجازه ونلری ،په دغه ښار کی وګرځول شی . تر اوسه په جاګارتا کی په تبت کی د چين د سیاست په ضد د اعتراض او يا احتجاج کوم غږ ندی اوریدل شوی .

څنګه چی په اندونيزيا کی داولمپيک دتشکيلاتی کميټي يوه ویاند ويلی دی ، په جاګارتا کی څه نه څه 5000 وګړو ته بلنه شوۍ چی د 7 کيلو مترو په اوږدو کی د اولمپيک د مشعل ننداره وکړی . نو ر کسان چی ندی بلل شو ۍ ، اجازه نلری چی د اولمپيک دمشعل ننداری ته راشی . څنګه چی د اندونيزيا د بدنۍ روزنی مشره ، ريتا زوبوف وايی، چينایانو ددی هيله کړی چی د اولمپيک د مشعل لاره بايد ډيره لڼډه وی . او د ښار له منځ نه بايد يوه ستديديوم ته وليږدول شی . د جاګارتا په ښارکی څه نه څه 2500 پوليسان د اولمپيک د مشعل د امنيت او د احتمالی اعتراضونو د مخنوی دپاره موظف شوی دی .

پرون د ماليزيا په پلازمينه کوالالامپور کی هم د اولمپيک د مشعل د امنيت د ساتنی د پاره زيات امنیتی تدابير نيول شوی و. او له همدی کبله پرته دکومی پيښی نه د المپيک مشعل دکوالالامپور دښار په منځ کی 16 کيلو متره انتقال شوی د ننداری د پاره يی څه نه څه 3000 کسان راغلی و او زياتره هغه چينايان و چی په ماليزيا کی ژوند کوی .