1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اووه اعشاريه څلورمليون ډالرو په لګښت به ډير ژركندهارته بريښناوركول سى

حكمت الله اسلمى، كندهار ۱۳۸۷ اردیبهشت ۳۰, دوشنبه

دا خبره د كندهاروالى اسدالله خالد په يوه ځانګړى مركه كښى وكړه. هغه وويل چه پدى بريالى سوولو اوله يوى كمپني سره مو د۲۲ ميګاواټو برق قرارداد لاسليك كړ.

https://p.dw.com/p/E2M0
انځور: AP

چه د ده په وينا د يوى مياشتى په ترڅ كښى به د جنراتورونو په ذريعه د كندهار ښارد۲۴ساعته بريښنا خاوند سى.

د كندهارښاريان چه بريښنا د خلګو د اقتصاد پر پياوړتيا مثبت ګام بولى. خو د دوى په وينا چه ډيركله دا او دى ته ورته وعدې خلګو ته وركول سويدى. د يوتن محمد نسيم ورورپه وينا چه موږ بياهم انتظار باسو ترڅو مسؤلين څومره كولاى سى دې كارته د عمل جامه واغوندى.
كندهارچه اوس مهال دجنراتورونوپه ذريعه د۴ميګاواټه برق درلوونكې ده. داسى ډيركورونه دى چه په ۴۸ساعتونوكښی د نيم ساعت لپاره هغه هم د اوبو د مشكل د رفع كولوپه خاطركه بريښنا ولرى نو ډيربه خوش چانسه وى. همدارنګه د كندهاروالى وايئ چه پخوانى جنراتورونه چه لس ميګاواټه بريښنا يئ توليدوله، د هغوي ډيرى پايئ اوس د فعاليته لويدلى دى. چه د ده په وينا د هغوي په ترميم هم لګيا يو ترڅوبيرته يئ فعاله كړواوكندهار به نورد بريښنا ستونزه ونه لرى.
له بله اړخه له يوى خوا چه په كندهار كښى بريښنا نسته له بلى خواگڼ شميراوسيدونكي دسونګ او نورو اړينوموادو د نرخونود لوړوالى څخه هم د ستونزوسره لاس اوګريوان دى. دلوي ويالى يوتن اوسيدونكي بازمحمد د دا ډول قراردادونو ترڅنګ پر خپلو چارواكو ږغ كوى چه د سونګ اوخوراكى موادو په حصه كښى دى هم دا ډول قراردادونه لاسليك كړى. اوله بله اړخه دى پر وارداتى توكو گمركى محصول لږ كړى ځكه چه د ده په وينا د دې ټولو زورله غريب اوبيچاره ملته وځی.
د يادونى وړده چه كندهارد كجكى د آوى بريښنا د زيرمى درلوونكى ده. چه دسل هاوو ميګاواټود برق د توليد ظرفيت لرى. ولى متاسفانه چه د ذيربطو مسؤلينو په ويناچه د امنيتى ملحوظاتوله كبله نسى كيداى تر څوپه اساسى توګه د كجكى د بند پربريښنا كارشروع كړى.