1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراين د ختيځ په اړه خبري بې نتيجې وې

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ دی ۴, پنجشنبه

د اوکراين په ختيځ کي د کړکېچ په اړه دا له څو مياشتو راهيسي لومړي ملاقات ول، خو هيڅ پايلي ئې نه لرلې. روسي پلوه بېلتون غوښتونوکو ويلي دي، چي د ملاقات پرمهال خبري ډيري سختي وې.

https://p.dw.com/p/1E9v7
انځور: picture-alliance/dpa

په اوکراين کي جنگي اړخونو تر نزدې درو مياشتو ځنډ وروسته بيا د يوې سولي د راوستلو له پاره اوږدې څو ساعته خبري اتري کړي دي.

د اوکراين حکومت او د دغه هيواد په ختيځ کي د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو استازي د سپيني روسيې په پلازمېنه مينسک کي د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د دسمبر ۲۴مه) سره راټول سوي ول. دغه پنځه ساعته خبري اتري د اوکراين په ختيځ کي پر اوربند او د بنديانو پر تبادله باندي راڅرخېدې.

دغه غونډه بې نتيجې پای ته ورسېده. تر ملاقات وروسته د بېلتون غوښتونکو مشر دينس پوشيلين، په خپله يوه ويبپاڼه کي ويلي دي، چي خبري ډېري سختي وې، خو ادامه به ولري، هغه ويلي دي: «دا يوه ډېره پېچلې غونډه وه». د بلي غونډه نېټه ټاکل سوې نه ده.

تر دې دمخه د جمعې ورځي له پاره د اوکراين له تماس ډلي سره نوري خبري اتري هم پلان سوي دي.

د دغي غونډي په اړه بې له بېلتون غوښتونکو بل هيچا څه نه دي ويلي. يوازي تر غونډي دمخه د اوکراين د جمهور رئيس پيترو پروښينکو سلاکار والري چالي، خبرداری ورکړی وو، چي «نن بايد څوک د پايلو تمه ونه لري.»

په دغو خبرو اترو کي د اوکراين له اړخه د دغه هيواد پخوانی جمهور رئيس ليونيد کوچما او د روسيې له خوا په اوکراين کي د دغه هيواد سفير ميخايل زورابوف گډون لاره.

د دغو خبرو اترو بيا پيلېدل د هغه تليفوني کنفرانس نتيجه وه، چي د اوکراين د جمهور رئيس پيترو پوروښينکو، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين، د فرانسې جمهور رئيس فرانسوا اولاند او د جرمني صدراعظمي انگيلا ميرکل ترمنځ جوړ سوی وو.

د اوکراين په ختيځ کي د بېلتون غوښتونکو او حکومتي ځواکونو ترمنځ څو واري اوربند اعلان سوی، خو تر لنډ ځنډ وروسته بيرته مات سوی او دواړي غاړي ئې د ماتولو پړه يو بر بل باندي اچوي.

د اوکراين په ختيځ کي د بېلتون غوښتونکو او د دغه هيواد د حکومتي ځواک تر منځ د روان کال له اپريل مياشتي راهيسي په جنگ کي، تر اوسه پوري تر ۴۷۰۰ زیات انسانان وژل سوي دي.

د ملگرو ملتونو د يوه راپور له مخي د دغه کړکېچ له کبله د دنيڅک او لوگانسک سیمو نزدې ۹۳۰۰۰۰ انسانان د خپلو کورونو پریښوولو ته اړ سوي دي.

دغه رپوټ زیاتوي چي له دې جملي څخه نزدې۴۹۰۰۰۰ انسانان په نورو هیوادونو کي د یوې سر پنا په لټه کي دي، چي ډيری ئې گاونډي هیواد روسیې ته مخه کړې ده.