1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراین سفر د بایدن له پاره سخت ماموریت دی

عبدالباري حکیم (دویچه ویله)۱۳۹۳ اردیبهشت ۱, دوشنبه

اوکراين ته د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزير جان کيري، تر سفر وروسته اوس د دغه هيواد د ولسمشر مرستيال جوبايدن له دې هیواد څخه ليدنه کوي. د امنيتي چارو کارپوهان دا «يوازې يو نمايشي» سفر گڼي.

https://p.dw.com/p/1Blb9
انځور: Janek Skarzynski/AFP/Getty Images

ټاکل شوې ده چې د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر مرستيال جوبايدن په کيف کې پر يو شمير دولتي لوړ پوړو چارواکو سربيره له عامو خلکو سره هم وويني. د هغه د دغه ماموريت هدف د اوکراين انتقالي حکومت ته د امريکا د ملاتړ ډاډ ورکول دي.

د نړيوال امنيتي چارو کارپوه بيري پاول، دويچه ويله ته وويل چي دا يوازې يوه نمايشي ليدنه ده. د پاول له نظره دغه سفر به يوازې هغه وخت هدفمند وای چې اوکراين ته دفاعي وسلې ورکړل شوې واي.

له روسيې څخه تر جلا کيدو وروسته اوکراين اوس له اروپا سره د خپلو اړيکو د لا پسې ښه کولو په هڅه کې دی. په دغه هيواد کې د روسي پلوه قوتونو او اروپايي پلوه غورځنگونو ترمنځ يو کشمکش روان دي. د دغه هيواد اقتصاد له خاورو سره خاورې شوی دی او سربيره پر دې اوکراین بايد د روسيي د تيري په مقابل کي مقاومت وکړي.

له همدي امله کيدای شي بايدن له اوکراين سره د اقتصادي او تخنيکي مرستو ژمنې وکړي. هغه به له اوکرايني چارواکو سره د انرژۍ د تامينولو پر موضوع هم خبري وکړي. د روسيي د گازپروم دولتي شرکت غواړي اوکراين ته د صادراتي گازو په برخه کي تخفيف هم له منځه يوسي.

ولسمشريزې ټاکنې مهمه موضوع ده

کيري د مارچ د مياشتي په پيل کې له کيف څخه د ليدنې پر مهال يو شمير موضوعاتو ته د خپلو خبرو په اجنډا کي ځاي ورکړي وو. اوس د جو بايدن له پاره د مې په مياشت کي په اوکراين کي ترسره کيدونکې ټاکنې ډيرې مهمې دي. امريکا غواړي ډاډمنه شي چې ټاکنې د امنيت په فضأ کې د ديموکراسۍ له اصولو سره سم ترسره کيږي.

د نړيوال امنيتي چارو کارپوه بيري پاول
د نړيوال امنيتي چارو کارپوه بيري پاولانځور: Taleen Ananian

وروسته له جان کيري جو بايډن د امريکا متحده ايالاتو د حکومت په چوکاټ کې د حکومت دويم لوړپوړی چارواکی دی چې اوکراين ته سفر کوي.

وسلو ته اړتیا

د ښاغلي پاول په خبره هغه ملاتړ چې تر اوسه پورې له اوکراين څخه شوی دی کافي نه دی. دغه کارپوه سپارښتنه کوي چې «اوکراين د روسيې په مقابل کې د ځان د دفاع له پاره وسلو ته اړتیا لري.»

د نيويارک ټايمز يو مشهور ليکوال نيکولاس کريستف، هم پاول ته ورته نظر لري. کريستف په کيف کې د هغو خلکو يادونه کوي چې يوازې د لوبو سامان ته ورته وسلو سره له خپل ځان څخه د دفاع دنده ترسره کوي. نوموړي په نيويارک ټايمز کې ليکلي دي چې سپينه ماڼۍ کولای شي په دې برخه کې ډيره مرسته وکړي. سربيره پر دې پاول په دې اند دی چې پخوانی سناتور او اروپا پيژندونکی جوبايدن، بايد ډير پخوا اوکراين ته سفر کړی وای. هغه ويره لري چې اوس د اوکراين شخړې ته د يو حل لارې پيدا کولو له پاره ناوخته شوې ده.

پاول په دې نظر دی چې اروپا هم اوس ويښه شوې ده. هغه هيله لري چې له ټولو څخه مخکې باید آلمان پوه شي چې کومه موضوع د اروپا يووالي ته گواښ رامنځ ته کولای شي. هغه وويل: «د اتلانتيک د دواړو خواوو شريکان بايد ولادمير پوتين دې ته واړوي چي روسيه له اوکراين څخه بيرته ووځي.» د دې کار له پاره ناتو دنده لري چې په هغو حالاتو کې مرسته وکړي چې د هغه سازمان غړي هيوادونه له امنيتي گواښونو سره مخامخ وي.

د خطر له منځه وړل يوه نه ډاډمنه خبره

اوس پوښتنه دا ده چې د ژنيو موافقه تر کومه ځايه کولای شي چې د خطر په له منځه وړلو کې مرسته وکړي. د روسيې، امريکا متحده ايالاتو، اوکراين او د اروپايي ټولنې لوړ پوړو چارواکي په ژنيو کې موافقې ته ورسيدل چې په اوکراين کې قدم په قدم سوله بيرته اعاده شي. د دغي موافقي له مخې د اوکراين په ټولو سيمو کې بايد وسلوالې ډلې بي وسلې شي، دولتي اشغال شوې ودانۍ بايد خوشې کړای شي. خو روسي پلوو وسلوالو تر اوسه پورې له دې غوښتنې څخه مخ اړولی دی او د ژنيو د موافقې مخالفت کوي.

پاول ډير زيات خوشبينه نه دی. له دې مخکې پوتين په وار وار سره داسې ښوولي وو چې د دا ډول موافقو سره سره کيدای شي چې هغه په خپلو گاونډيو هيوادونو کې په مختلفو پلمو مداخله وکړي. همدا وجه ده چې ولسمشر بارک اوباما، هم د ژنيو له موافقو څخه په پوره احتياط سره هرکلی کړی دی. هغه په دې موافقې کې د «هيلي يو کوچنی څرک» ويني.

په اوکراین کې یو شمیر کسان غواړي چې سیمې یې له روسیې سره یوځای شي.
په اوکراین کې یو شمیر کسان غواړي چې سیمې یې له روسیې سره یوځای شي.انځور: DW/R. Goncharenko

په اصلاحاتو کې نه مداخله

په اوسني وخت کې لوی بحث د اوکراين په اساسي قانون کې د احتمالي اصلاحاتو راوستل دي. روسيه په اوکراين کې د يوه فدرالي نظام غوښتونکې ده، چې ځينو سيمو ته په کې زياته خپلواکمني ورکړل شي. بيري پاول په قهر سره پوښتنه کوي: «ولي يو بل څوک داسې يو موضوع مطرح کړي؟ ولې يو دولت چي له خپلواکمني څخه برخمن دی، بل دولت ورته هدايت ورکړي چي څرنکه خپل اساسي قانون جوړ کړي؟» د هغه به نظر روسيه اصلا دا حق نه لري چې د «يو فدرالي اوکراين» د جوړيدو غوښتنه وکړي.

دغه کار پوه د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر مرستيال جو بايدن، ته هم مشوره ورکوي چې په داسې موضوعاتو کې لاس وهنه ونه کړي. د هغه په نظر بايدن يوازې دومره کولای شي چې د يوه ديموکراتيک اوکراين د جوړيدو خبره وکړي ترڅو هلته د ټولو وگړو حقوق خوندي وي، د فساد او اختلاس پر وړاندې مبارزه وشي او عادلانه ټاکنې تر سره شي. د پاول په باور له دې څخه زيات امريکا هم په اوکراين کې د مداخلي حق نه لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب