1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراين يوه پوځي الوتکه را اچول سوې ده

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۳ خرداد ۲۴, شنبه

د اوکراين په ختيځ کي يوه پوځي الوتکه را اچول سوې ده. په کيف کي د دفاع وزارت، د پيښي پړه د روسي پلوه بېلتون غوښتونکي پرغاړه ور اچولې ده. ويل کيږي چي په الوتکه کي ډېر کسان وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/1CIIb
انځور: picture-alliance/dpa

د اوکراين د دفاع وزارت د معلوماتو له مخي د دغه هيواد په ختيځ کي لوگانسک ښار ته نژدې د دوی يوه پوځي الوتکه ويشتل سوې او رالوېدلې ده.

د دفاع وزارت له خوا په ورکړل سوو معلوماتو کي راغلي دي: «تروريستانو د لوگانسک ښار ته نژدې پر اليوښين (IL-76) ډوله ترانسپورتي الوتکي باندي د دافع هوا فيرونه کړي دي او هغه يې را اچولې ده. الوتکه د لوگانسک په هوايي ډگر کي د راکښته کېدو پر مهال ويشتل سوې ده.»

د اوکراين د دفاع وزارت د معلوماتو له مخي، په دغه الوتکه کي لوگانسک ته عسکر، خوارکي مواد او تجهيزات لېږدول کېده.

د دفاع ورازت، په پيښه کي د قربانيانو له کورنيو سره خپله همدردي ښوولې ده. خو د تلفاتو په اړه يې هيڅ ويلي نه دي.

امريکايي تلويزيوني شبکې CNN د اوکراين پوځ د په اصطلاح ترويستي ضد عملياتو يوه پوځي په حواله ويلي دي چي په دغه ترانسپورتي الوتکه کي نزدې ۴۹ انسانان هم ول.

د اوکراين پوځ له اوونيو راهيسي، د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو له خوا په لوگانسک، دنيڅک او سلاويانسک ښارونو کي د دولتي ودانيو تر اشغال وروسته له هغوی سره په زورزياتي کي ښکېل دی.

د اوکراين پوځ ادعا کوي چي د جمعې په ورځ يې د دغه هيواد جنوب ختيځ بندري ښار «ماريو پول» تر سختو وسله والو نښتو وروسته بيرته په خپل کنترول کي راوستی دی.

د کيف حکومت پر روسيې باندي تور لگوي چي په اوکراين کي له ملېشو سره د جنگيالیو او وسلو مرسته کوي. د اوکراين د جمهور رئيس پيتر پوروشينکو د معلوماتو له مخي روسيې په اوکراين کي بېلتون غوښتونکو ته حتی درې ټانکونه ورکړي دي.

د جمعې په ورځ امريکا متحده ايالاتو هم پر روسيې باندي تور ولگاوه چي په اوکراين کي بېلتون غوښتونکو ته يې ټانکونه او د ټانک ضد راکيټونه ورکړي دي.