1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراين په ختيځ کي د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان کارکوونکي نیول سوي

سيد رياض/ دويچه ويله۱۳۹۳ خرداد ۷, چهارشنبه

په اوکراین کې د ولسمشرۍ تر ټاکنو وروسته سمدستي د ثبات د رامنځ ته کیدو هیلې نشته. د دغه هیواد په ختیځ کي بیلتون غوښتونکو یو وار بیا د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان کارکوونکي برمته کړي دي.

https://p.dw.com/p/1C87U
انځور: Reuters

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان OSCE د معلوماتو له مخې د دغه سازمان د څارونکو گروپ د دنيڅک او لوگانسک تر منځ د دوشنبې په ورځ سفر کاوه چې اړیکه ورسره قطع شوه.

په عین وخت کې د ډنمارک هیواد د پرمختیایي چارو وزیر موگینز جېنس، ویلي دي چې د څارونکي گروپ څلور تنه چې د ډنمارک، سویس، ایستوانیا او ترکیې هیوادونو سره تړاو لري د وسله والو بیلتون غوښتونکو له خوا نیول شوي دي. هغه زیاته کړې ده چې تر اوسه نه له روسي پلوه بیلتون غوښتونکو او نه هم د نیول شوو کسانو سره کومه مستقیمه اړیکه ټینگه شوې ده.

هغه په خپلو خبرو کې وړاندي ویلي دي چې سړی له غیر مستقیمو معلوماتو څخه دا اټکل کولای شي چې د ټیم غړي د ژوند له خطر سره مخامخ نه دي. لا تر اوسه د بیلتون غوښتونکو له لوري کومه غوښتنه نه ده تر سره شوې.

په اوس وخت کې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان شاوخوا ۲۸۰ تنه کارکوونکي په اوکراین کې په ماموریت بوخت دي، تر څو د امنیتي وضعیت په هکله حقایق راټول کړي. د اپریل میاشتې په پای کې نړیوال پوځي څارونکي، چې پکښې څلور تنه آلمانان هم شامل ول د سلاویانسک، په ښار کې د څو ورځو له پاره د بیلتون غوښتونکو له لوري برمته شوي ول.

د هوايي ډگر د نيولو پر سر سختې نښتې

دا چې د اوکراین په ختیځ کې امنیتي وضعیت «تر ډیري کچې خراب» شوی دی، آلماني نشراتي رسنیو ARD او ZDF په مؤقتي توگه له دنيڅک ښار څخه خپل ټیمونه راایستلي دي. خو دغو رسنیو خبر ورکړی دی چې له نورو سیمو څخه به د رپوټونو ورکول ډاډمن کړي. په برلین کې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د اوکراین په ختیځ کې د بیلتون غوښتونکو له لوري په ځانگړې توگه د رسنیو د استازو د نیول کیدو خطر موجود دی.

تر ټولو زیات د دنيڅک په شاوخوا کې د سختو نښتو په ترڅ کې د ډیرو انسانانو د وژل کیدو رپوټونه ورکړل شوي دي. په کیف کې د حکومت د معلوماتو له مخې د دغه ښار هوایي ډگر، له روسي پلوه بیلتون غوښتونکو سره تر سختې نښتې وروسته بیرته د حکومت په کنترول کي دی. ښاروال الکساندر لوکیانچینکو لږ تر لږه د ۴۰ کسانو د وژل کیدو رپوټ ورکړی دی.

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر آرسین اوکواف د معلوماتو له مخې د دنيڅک په گاونډي ښار لوگانسک، په یوه هوایي برید کې د «ترهگرو» یو روزنیز مرکز له منځه وړل شوی دی.

د اوکراین نوي لویدیځ پلوه ولسمشر پيوتر پورو شینکو، د یکشنبې په ورځ تر ټاکل کیدو وروسته، د بېلتون غوښتونکو پر وړاندي «د ترهگرۍ ضد» عملیاتو د لا پسې سختیدو اعلان کړی وو. په عین وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرگي لاوروف، پر اوکراین باندې غږ کړی وو، چې د ده په وینا د اوکراین په ختیځ کې د ولس پر ضد تر سره کیدونکي پوځي عملیات په عاجل ډول ودروي. لاوروف ویلي ول چې د پوروشینکو تر بریا وروسته باید تاوتریخوالي ته د پای ټکی کښیودل شي.

د پورو شینکو ملاتړ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما پورو شینکو ته د ملاتړ ډاډ ورکړی دی. خو هغه په عین وخت کې د سیاسي او اقتصادي اصلاحاتو د رامنځ ته کولو غوښتنه کړې ده. د اروپايي ټولنې د دولتونو او حکومتونو مشرانو له پوروشینکو سره د گډ کار کولو له پاره پر روسیې غږ کړی دی.