1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراين په ختيځ کي پوځي عمليات پيل سول

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۳ اردیبهشت ۴, پنجشنبه

د اوکراين پوځ سلوويانسک ښار ته نژدې د «تروريزم پرضد عمليات» پيل کړل. د کيف د معلوماتو له مخي په دغو عملياتو کي يو شمېر روسي پلوله بېلتون غوښتنونکي وژل سوي دي. د کرملين مشر پوتين، د عواقبو گواښ کړی دی.

https://p.dw.com/p/1Bo0T
انځور: Reuters

په کيف کي د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخي د اوکراين پوځ د دغه هيواد په ختيځ کي د سلوويانسک ښار د کنترول د ترلاسه کولو له پاره تهاجمي عمليات پيل کړي دي. د دوی د معلوماتو پر اساس د بيلتون غوښتونکو د کنترول درې پوستې له منځه وړل سوي دي. ويل کيږي چي په دغه وسله وله نښته کي پنځه تنه بېلتون غوښتونکي وژل سوي دي او يو اوکرايني عسکر ټپي سوی دی. په سلوويانسک ښار کي نزدې ۲۰۰۰ تنه وسله وال روسي پلوه بېلتون غوښتونکي ځای پر ځای سوي دي.

د دې ترمخه د مسکو د پلويانو استازو ويلي ول چي په وسله والو نښتو کي د مرگ ژوبلي خبر ورکړی وو. روسي رسنيو خبر ورکړی دی چي د اوکراين عسکر له سلوويانسک ښار څخه يوازي څو کيلومتره ليري دي. دغه ښار د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو په کنترول کي دی.

فعالان پر شا سوي دي

د اوکراين په ختيځ کي وضعيت داسي بڼه اخيستې ده چي په هره شېبه کي يې د انفجار امکان سته. سلوويانسک هم د دونيڅک د لسو نورو ځايونو په شان د روسي د پلوي ډلو په لاس کي دی. دوی د نورو تر څنگ اداري او د پوليسو ودانۍ اشغال کړي دي. په سلوويانسک کي د يوه روسي پلوه په خبره د اوکراين د پوځ اوه زغروال ټانکونه يې لاس ته ورغلي دي. د راپورونو له مخي فعالان اوس له ځانه څخه د دفاع ځايونو نه ننوتي دي. د سلوويانسک په گاونډيو سيمو کي ښوونځی هم تړل سوي دي.

پوتين د عواقبو گواښ کړی

له بلي خوا د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين په سانکت پيترسبورگ کي د اوکراين په ختيځ کي د زور زياتي په اړه اندېښنه ښوولې ده. هغه ويلي دي: «که د کيف رژيم د هيواد په دننه کي د خلکو پر وړاندي له پوځ څخه کار واخلي دا بېله شکه يو جدي جرم دی.» هغه زیاته کړه ده چي هر چا چي د دغه اقدام د کولو امر کړی دی خپل عواقب به وويني. هغه په عيني حال کي د کيف غرب پلوه حکومت يو پوځي حکومت ياد کړ. پوتين په گاونډي هيواد اوکراين کي د روسي اتباع د دفاع کولو په اړه د پوځي اقدام اجازه په مارچ مياشت کي له خپل پارلمان څخه ترلاسه کړې ده.

بله خوا د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف له «Russia Today» تلويزيون سره په مرکه کي ويلي دي چي «په اوکراين کي پر روسيې اتباعو باندي بريد» پر «روسيې باندي د يرغل معنی لري». هغه ويلي دي «که پر موږ باندي بريد وسي موږ يې ځواب ورکوو.»

د روسيې د بهرنيو چارو وزير ويلي دي: «که زموږ منافع، زموږ قانوني منافع تر بريد لاندي راسي د بېلگې په توگه، لکه په جنوبي اوستيا کي چي وسول، بيا نو زه بله هيڅ لار نه وينم بېله دې چي د نړيوالو قوانينو په چوکاټ کي يې د کړنو جواب ورکړو.»

نزدې پنځه نيم کاله دمخه د روسيې پوځي ځواکونه په گرجستان باندي ور ننوتل، چي د مسکو په خبره هلته د روسي وگړو حقونه تر پښو لاندي سوي ول. د اوکراين له ختيځ څخه چي ډېری اوسېدونکي يې روسان دي په دې وروستيو ورځي کي له مسکو څخه د مرستي غوښتني کړي دي. د دغي سيمي ډېری اوسېدونکي روسي پاسپورتونه لري.

سرگي لاوروف دغه راز اوکراين ته د امریکا د مرستيال ولسمشر جوبايدن پر سفر باندي نيوکه کړې ده. چي گويا د اوکراين لوېديځ پلوه رژيم باندي د کنترول لرلو په خاطر يې سفر کړی وو. خو د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت دغه تورونه رد کړي دي.

د بهرنيو چارو وزارت وياندي جين ساکي، وويل: «زه فکر کوم چي په مرکه کي ډېر لگېدلي تورونه خندور دي او له هغه څه سره چي اوس په سيمه کي تيريږي سر نه خوري. د اوکراين دولت اقدامات غير مشروع کړونو ته چي په څو ښارونو کي دولتي ودانۍ اشغال سوي دي قانوني جواب ورکول دی.»

د اوکراين کړکېچن وضعيت ته په کتو سره امریکا متحده ايالاتو د چهارشنبې په ورځ ۱۵۰ تنه پراشوټي عسکر پولنډ ته ولېږل. دغه عسکربه د ناټو له يوه غړي هيواد پولند سره په پوځي مناورو کي برخه واخلي. د اوکراين د دغه گاونډي هيواد لومړي وزير دونالد تاسک ويلي دي چي امنيتي تضمين ته اړتيا لري. پينتاگون په پلان کي لري چي نزدې ۴۵۰ تنه عسکر د بالتيک حوزې هيوادونو ته ولېږي.