1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکرايين ختيځ ته د څارونکي استازي د استولو غوښتنه

عبدالباري حکيم/ الوسي۱۳۹۲ اسفند ۲۸, چهارشنبه

د آلمان د بهرنيو چارو وزير اوکرايين ته په اروپا کي د امنيت او همکارۍ د سازمان (OSCE) د يوه استازي د ژر تر ژره استولو ټينگار کوي. شټاين ماير وايي ښايي دوې اووني وروسته نا وخته وي.

https://p.dw.com/p/1BSTW
انځور: S.Supinsky/AFP/GettyImages

د رواني اووني په پيل کي آلماني او امريکايي سرتيرو د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان په چوکاټ کي د روسيې او سپيني روسيې د هوايي قلمرو پر سر کشافي الوتني سرته ورسولې. د هغوی ماموريت دا وو چي د روسيې او د سپيني روسيې د عسکرو تحرکات تر پلټني لاندي ونيسي چي آيا د اوکرايين سرحدونو ته د خوځيدو پلان لري که نه.

په عين وخت کي د سه شنبې په ورځ د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان، يو ۱۲ کسيز استازی د اوکرايين ختيځ ته ولاړ، څو په دي هکله پلټنه وکړي چي اوکرايين هلته له لږکيو سره څه ډول چلند کوي. سر بيره پر دي د نوموړي سازمان کارکوونکي به د پنجشنبې په ورځ د اوکرايين د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو له پاره چي په پلان کي ده د می مياشتي پر ۲۵ نېته تر سره شي، تياري پيل کړي.

په وارسا کي د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان د ديموکراسي او بشري حقونو ادارې کارکوونکی توماس رايمر وايي: «دغه کار د ډيرو خلکو له پاره مغشوش کوونکی دی. ځکه دا د نوموړي سازمان له هغه ماموريت سره هيڅ اړه نه لري چي د آلمان د بهرنيو چارو وزير، ورباندي ټينگار کړي او کوي يې.»

اوس د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان په اوکرايين کي په ډيرو برخو کي فعال دی. د دې يو دليل دا دی چي ښايي دا يوازنی سازمان وي چي په هغه کي د اوکرايين د کړکيچ ټول اړوند اړخونه گډون لري او کولای شي چي يو له بل سره خبري وکړي.

ناټو او اروپايي ټولنه د روسيي له خوا د نا پلوو سازمانونو په توگه نه گڼل کيږي او د ملگرو ملتو د امنيت شورا لاس او پښې د روسيې د ويتو صلاحيت له امله عملاً تړلي دي. سر بير پر دې د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان ځيني مقررات لري چي هغه د سړې جگړې د زمانې دي او هغه کټ مټ د نوموړي سازمان په منشور کي پاته دي چي اوس تر يوي اندازې پوري د استفادي وړ دي.

په خاصه توگه تسليحاتي کنترول او د متقابل اعتماد د رامنځ ته کولو له پاره د OSCE مقررات چي د شوروي اتحاد د ړنگيدو تر وخته پوري د دو بلاکونو ترمنځ د ويري تعادل يي خوندي ساتلی وو، اوس يو وار بيا خورا اهميت پيدا کوي. د بېلگې په توگه د رو سيې پر سر د کشافي الوتنو سره روسيه بايد موافقه وکړي.

په اوکرايين کي د کړکيچ له پيل راهيسي د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان د څارني يو شمير کوچني ماموريتونه تر سره کړي دي. د نوموړي سازمان د څارني پخواني کار کوونکي او په برلين کي د پوهي او سياست کار پوه، ولفگنگ ريشتر دغو ماموريتونو ته په اشاري سره وايي: «په دې هکله په عامه توگه کابو هيڅ خبر نه دي. خو موږ د ويانا تړون له مخي يو شمېر پلټني پيل کړي دي.»

روسيې لا تراوسه د خپلو سرحدونو په اوږدو کي د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان د څارني له ماموريتونو سره پرته له کومي ستونزي موافقه کړې ده. په همدي وجه د المان د بهرنيو چارو وزير، فرانک والتر شټاين ماير ټينگار کوي چي ژر تر ژره دي د اوکرايين ختيځ او جنوب ته د دغه سازمان څارونکی استازی واستول شي، دلته دير زيات روسي نسبه خلک اوسيږي او په عمومي توگه هغوی د کيف په پرتله، مسکو ته خپل ليوالتيا ښيي.

په لوېديځ کي ډير خلک دا انديښنه لري چي داشي نشي چي ولسمشر پوتين هلته د کريميا سناريو تکرار کړي او د يوې ټول پوښتني له لاري د بيلتون هڅه وکړي، بيا نو د سيمي وضعيت ډير سخت کړکېچن کيږي.

په اروپايي پارلمان کي د آلمان دمسيحي ديموکرات استازي، ميشايل گالر وايي: «زه فکر کوم چي پوتين تر اوسه لا وروستی تصميم نيولی نه دی چي پښه نوره څومره وړاندي ږدي. دا په دې پوره اړه لري چي موږ تر کومي اندازې پوري کولای شو غبرگون وښيوو.»

که چيري ولسشمر پوتين د ملگرو ملتو په امنيت شورا کي د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان د سل کسيز پلاوي په مقابل کي ويتو وړاندي کړي، بيا نو دا دي معنی لري چي هغه يوازي په کريميا باندي بسيا نه کوي، بلکي د اوکرايين ختيځ يي هم تر نظر لاندي نيولی دی.