1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراین د تحولاتو په وړاندې نړیوال غبرگون

آژانسونه / شمس الرحمن ناصر۱۳۹۲ اسفند ۴, یکشنبه

لویدیځ د اوکراین د پارلمان له خوا د دغه هیواد د ولسمشر، ویکتور یانوکوویچ له گوښه کولو څخه وروسته، د دغه هیواد د روان وضعیت په هکله اندیښنه ښودلې ده. ماسکو هم د ملیاردو ډالرو په ارزښت خپلې مالي مرستې ځنډولي دي.

https://p.dw.com/p/1BE43
انځور: Reuters

په اوکراین کي وروسته له پرله پسې خونړیو احتجاجونو څخه، ناڅاپي بدلون راغی، هغه یو بدلون چی د شنبه تر غرمې وروسته یی هم چا گمان نه کاوه. د اوکراین پارلمان د دغه هیواد ولسمشر ویکتور یانویچ له خپلې دندی گوښه کړ. په عین وخت د دغه هیواد پخوانۍ او زنداني شوې لومړۍ وزیره یولیا تیموشینگو له بنده آزاد کړل شوې ده.

تيموشېنکو تر خپل آزادیدو وروسته په خپل فیس بوک کې دغه پروسه « د دیکتاتور نسکوریدل» وبلل. د اوکراین پارلمان د شنبې د ورځې « فبرورۍ۲۲مه» تر سختو اعتراضونو وروسته د یوې غونډې په ترڅ د دغه هیواد ولسمشر په ۳۲۸ موافقو رایو له خپلۍ دندې گوښه کړ او د روان کال د می ماشتې په ۲۵ نیټه يي ټاکنې اعلان کړلې.

تیموشینکو چې ۵۳ کاله عمر لري په دې تور چې له روسيي سره يي د گازو د تړون پر مهال له دولتي اختیاراتو څخه ناوړه استفاده کړې ده د اوو کالو په بند محکومه شوې وه. دا د ۲۰۱۱ کال راهیسې په زندان کې وه او کله ناکله به د ملا درد ناروغې له کبله روغتون ته بیول کیدله.

د یانوکویچ د لیري کیدو په هکله د پارلمان د رای اچونې بهیر د اوکراین د ملي تلویزون له خوا په ژوندۍ بڼه خپور شو. د اوکراین پوځ ویلې دي چې د وینې تویدنې څخه د مخنوې په موخه پوځ نه غواړي چې مداخله وکړي. د اوکراین د پارلمان ویاند روسیي ته د یانوکویچ د تیښتې د هڅې خبر ورکړي دی، خو یانوکویچ ویلې دي چې له اوکراین څخه نه وزي.

د اوکراین رسنیو د شنبې په ورځ داسې رپوټونه خپاره کړي ول چې یانوکوویچ د شنبې په ورځ سهار وختي له پلازمېنې کیف څخه وتلې دی. له کیف څخه د ولسمشر یانوکویچ د وتلو په هکله اټکلونه مختلف دي. ځنو سرچینو ویلې دي چې ولسمشر په یو سیمه ییزه غونډه کې د گډون په موخه «خارکوف» ته تللې دی او یو شمیر نورو منابعو بیا ویلې دي چې هغه د روسیي له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لیدنې له پاره«سوچي» ته تللی دی.

نړیوال غبرگون

په داسي حال کي چي له زندان څخه آزادي شوي پخوانۍ لومړۍ وزیري، د خپل هیواد سیاسی صحنې ته د بیا ور داخيلېدو لپاره تیاری نیولی، نړیوالې ټولنې د اوکراین روان وضعیت ته له اندیښنی سره کتنه کوي. اوکراین له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او گریوان دی. په اوکراین کي د ولسمشر، یانووکویچ له لیري کیدو څخه وروسته روسیې سمدلاسه خپلي مالي مرستي وځندولې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرگې لاروف د اوکراین د حکومت پر مخالفینو باندي سخت انتقاد وکړ او وویل چی هغوی «خپلی ژمنې» ماتي کړي دي. لاروف وویل: «اپوزسیون له ولسمشر یانوکوویچ سره هغه پلان تر پښو لاندي کړ چي د هغه له مخې اوکراین باید له روان کړکیچ څخه ژغورل شوی وای.»

لاروف د آلمان د بهرنیو چارو وزیر، فرانک والتر شتاین مایر باندی غږ وکړ چی د اوکراین د حکومت په مخالفینو کي له خپل نفوذ څخه کار واخلي تر څو په وضعیت کي «سمدلاسه بدلون رامنځ ته شي.»

شتاین مایر د اوکراین د کړکیچ په ټولو اړخونو غږ وکړ چې د خپل هیواد د ستونزو په حل کې یو بل ته د «يووالي» لاس ورکړي او اجازه ور نه کړی چې د هغوی ولس سره ټوټې شي.

د اروپا د اتحادیې د بهرنیو چارو مسؤلې، کاترین اشتون د اپوزسیون د مشرې، تيموشېنکو خلاصون د یوه ښه قدم په توگه گڼلی دی. اشتون زياته کړې ده چي «د اوکراایین د سیاسي کړکېچ لپاره پایښت لرونکي سیاسي حل ته اړتیا ده.»

د امريکا متحده ایالاتو غوښتنه کړې ده چي په اوکراین کي دي ژر تر ژره د ملي یووالي یو حکومت ټینگ کړای شي او بیا دي ټاکنې تر سره شي.

تيموشېنکو غواړي ولسمشرۍ ته ځان کاندي کړي
تيموشېنکو غواړي ولسمشرۍ ته ځان کاندي کړيانځور: Reuters
پارلمان د يانوکوويچ څخه واک واخيست
پارلمان د يانوکوويچ څخه واک واخيستانځور: picture-alliance/dpa