1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د اوکراین د ختیځ له پاره د سولې نوې تگلاره

۱۳۹۵ مهر ۲۹, پنجشنبه

د اوکراین او روسیې مشران د اوکراین د ختیځ له پاره د سولې د نوې تگلارې پر پلان راضي شوي. اټکل کیږي چې د اوکراین، فرانسې، آلمان او روسیې د بهرنیو چارو وزیران د مهال ویش په هکله په نومبر کې خبرې وکړي.

https://p.dw.com/p/2RSe6
Treffen zu Beratungen über Ukraine-Konflikt in Berlin
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د اوکراین ولسمشر پېترو پوروشینکو، د پنجشنبې په ورځ په برلین کې وویل چې اوکراین، آلمان، فرانسه او روسیه پر دې باندې راضي شوي چې په دې هکله یوه تگلاره جوړه شي چې څرنگه د اوکراین په ختیځ کې د اوربند چمتووالی عملي شي.

پوروشینکو په برلین کې د غونډې وروسته چې د څلورو واړو هیوادونو مشرانو په کې برخه درلوده خبریالانو ته وویل: «دغه تگلاره د مېنسک د تړون عملي کولو تسلسل دی او د هغې تطبیقدل تضمینوي.»

د اوکراین ولسمشر یادونه وکړه چې د اوسنې وخت څخه د نومبر میاشتې تر وروستیو ورځو پورې باید یوه تگلاره تائید شي.

د پورو شینکو د وینا له مخې د کړکیچ اړخونه پر دې باندې راضي شوي دي چې د دونباس په کړکیچ ځپلې سیمه کې له څلورو ټاکل شوو جبهو څخه د اوکراین پوځ او د روسیې له ملاتړ څخه برخمن جلا غوښتونکي ووځي.

اټکل کیږي چې د آلمان او فرانسې او همداشان د روسیې او اوکراین د بهرنیو چارو وزیران د مهال ویش په هکله نورې خبرې اترې په نومبر میاشتې کې تر سره کړي.

د چهارشنبې د ورځې په خبرو اترو کې د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین، د اوکراین ولسمشر پورو شینکو، د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند او د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل ونډه درلوده.

ویل کیږي چې پر دې سربیره د دې توافق رپوټ هم ورکړل شوی دی چې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان (OSCE) ماموریت سره ښایي مسلح کسان هم وي، ځکه چې په راتلونکي کې به هم د مېنسک د تړون څارنې ته ادامه ورکړي.

د پورو شینکو په خبره، له آلمان څخه چې اوسمهال د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان دوره یي مشري پر غاړه لري نوموړې سازمان ته د دغه ډول یوه وړاندیز د وړاندې کولو غوښتنه وشي.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان لا تر مخه ویلي دي چې کړکیچ ځپلو سیمو ته به د یوه دغسې ماموریت د لیږد په هکله غور وکړي. په دغو سیمو کې دونېڅک او لوهانسک ښارونه شامل دي.

د اوکراین په ختیځ کې په ۲۰۱۴م کال کې د جلا غوښتونکو د تاوتریخوالي لمن پراخه شوه، چې تر اوسه یې د د ۹۶۰۰ کسانو ژوند اخیستی دی. په داسې حال کې چې تیر کال د سپینې روسیې په پلازمېنه مېنسک کې د سولې یو تړون رامنځ ته شو، لا هم په دغه سیمه کې جگړه ادامه لري.