1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراین د سولې له پاره د میرکل او اولاند پلان

AP, AFP۱۳۹۳ بهمن ۱۷, جمعه

د آلمان صدراعظمه او د فرانسې ولسمشر، اوکراین ته تر سفر وروسته مسکو ته ځې، څو له ولادیمیر پوتین سره د اوکراین کړکېچ په اړه خبري وکړي. له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزير، پر روسیې غږ کړی، چې خپل پوځي تجهیزات پر شا کړي.

https://p.dw.com/p/1EWOC
انځور: picture-alliance/dpa/N. Maxim

صدراعظمي میرکل او ولسمشر اولاند د جمعې په ورځ په مسکو کې د روسيې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوکراین کړکېچ د ختمولو پر سر غږیږي. دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین جگړه په تیرو درو اوونیو کې یووار بیا توده شوې ده.

د فرانسې خبري آژانس خبر ورکړی دی چې یوازي تر سه شنبې ورځې مخکې په ۲۴ ساعتونو کې۲۱ تنه وژل شوي دي. د دې خبرې آژانس په حواله نوي تلفات هغه وخت رامنځ ته شوي دي چې بیلتون غوښتونکو د دولتي ځواکونو تر کنترول لاندې یو شمیر سیمو د نیولو هڅه کړې ده.

د پنجشنبې په ورځ ناوخته د پوتین مشاور یورې یوشاکوف، وویل چې روسیه د المان او فرانسوې له مشرانو سره جوړونکو خبرو اترو ته چمتو ده، خو هغه په عین حال کې يې گواښ کړی دی چې امریکا متحد ایالات باید د اوکراین ځواک ته نوي وسلې ور نه کړي.

د آلمان د دولت ویاند ستیفن زیبرت ویلي دي: «ټول سوله غواړي او له روسیې څخه هم تمه لري چې سوله وغواړي.» له بلې خوا د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ویلي دي چې هغه او آلماني سیاله یې د سولې یو ښه پلان وړاندي کوي چې د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا درناوی پکې شوی دی.

تر دې دمخه دغو دوو اروپايي مشرانو په کیف کې د اوکراین له ولسمشر پيترو پروښینکو سره هم وليدل، خو د خپلو خبرو اترو د پایلې په اړه یې له رسنیو سره څه شریک نه کړل.

تر اوسه پوري لا د میرکل او اولاند د سولي د پلان جزئیات بربند شوي نه دي، خو ځینو رسنیو رپوټ ورکړی دی چې ښايي په دې پلان کې د بیلتون غوښتونکو له پاره تر پخوا یو څه ډیر امتیازات په پام کې نیول شوي وي. خو برلین بیا دغه رپوټونه رد کړي دي.

تر دې دمخه د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم په کیف کې ویلي ول چې هغه د سولې له یوه اروپايي پلانه خبر دی، خو په جزئیاتو یې نه پوهیږي. کیری له ځان سره د اوکراین له پاره د بشري مرستو یوه ۱۶ میلن ډالري بسته هم راوړې وه. دا په داسي حال کې ده چې اوس د امریکا سنا او ولسمشر اوباما په دې اړه څیړني کوی چې ایا اوکراین ته وسلې ورکړي او که نه.

کیري رسنیو ته په خبرو کې وويل، چې واشنگټن اوس پر ټولو لارو چارو باندي فکر کوي، خو غواړي چې دیپلوماسي کامیابه شي او له مخې یې د اوکراین کړکیچ پای ته ورسییږي.

کیري ویلي دي: «زموږ هدف د روسیې د چلن بدلول دی.» کیري له دې خبرې سره هغو تورونو ته اشاره وکړه چې لویدیځ هیوادونه یې پر روسیې باندې لگوي. امریکا متحده ایالات او اروپا، روسیه په دې تورنوي چې گويا د بیلتون غوښتونکو ملاتړ کو، خو مسکو دغه تورونه بې اساس بولي.