1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراین په کړکیچ کې د آلمان منځگړتوب

آژانسونه۱۳۹۳ بهمن ۲, پنجشنبه

داسې ښکاري چې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر په دې بریالی شوی وي چې د اوکراین د کړکیچ اړخونه یوه نوي اوربند ته قانع کړي. ویل کیږي چې اوکراین او ماسکو د اوکرایین په ختیځ کې د جگړې له کرښې څخه د وسلو پر ایستلو موافقه کړې.

https://p.dw.com/p/1EOqz
انځور: Reuters/M. Sohn

د اوکراین په ختیځ کې د نوو نښتو په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۵کال د جنورۍ ۲۱) د روسیې او اوکراین د بهرنیو چارو وزیرانو د یوه نوي اوربند له پاره په خبرو اترو کې پرمختگ وکړ. دغه خبرې اترې په برلین کې د آلمان او د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرانو په منځگړتوب تر سره شوې دي.

د خبرو اترو له پیل څخه مخکې د آلمان د بهرینو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر ویلي وو: «په تیرو څو ورځو کې د اوکراین په ختیځ کې نوې نښتې څرگندوي چې وضعیت د پخوا په څير ډير خطرناک پاتې دی او کیدای شي چې نور هم خطرناک شي.»

له خبرو اترو څخه وروسته په داسې حال کې چې د یوه بشپړ اوربند له پاره اوږده لاره په مخکې پرته ده، مخالفو اړخونو وویل چې هغوی به خپلې درنې وسلې د جگړې له کرښې څخه بیرته وباسي. په ختیځ اوکراین کې د کیف د حکومتي پوځ او د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو تر منځ جگړه روانه ده. ویل کیږي چې ماسکو له اوکرایني یاغیانو څخه د وسلې او مالي مرستو سره ملاتړ کوي، خو کرملین دغه ډول ادعاوې تل رد کړي دي.

د روسیې او اوکراین د بهرنیو چارو وزیرانو سره له خبرو اترو وروسته په برلین کې شتاین مایر وویل: «نن موږ بالاخره موافقه وکړه چې د مېنسک په تړون کې یاده شوې کرښه هغه یو ځای دی چې درنې وسلې ترې بیرته باید وایستلې شي.»

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې هغوی د «یادونې وړ پرمختگ» وکړ، خو هغه د زیات انتظار پر وړاندې د خبرداري په توگه وویل: «اوس باید کیف او د ختیځ اوکراین جلاغوښتونکي په عمل لاس پورې کړي.» شتاین مایر ټینگار وکړ: «اوس ټول په دې پورې اړه لري پر هغه څه چې موږ موافقه کړې ده یوازې د کاغذ پر مخ پاتې نه شي، بلکې د عمل په ډگر کې هم وضعیت ته بدلون ورکړي.»

د سپتمبر په میاشت کې د اوکراین حکومت، روسیې او د روسي پلوو بیلتون غوښتونکو د سپینې روسیې په پلازمینه مېنسک کې پر یوه اوربند باندې موافقه وکړه چې د هغې له مخې باید د جگړې په ډگر کې یوه حایله حوزه جوړه شي. د موافقې له مخې د جگړې له کرښې څخه هر اړخ باید تر ۱۵ کیلو مترو پورې لیرې خپلې درنې وسلې وباسي چې په دې ډول یوه ۳۰ کیلومتري حایله حوزه جوړیږي.

وروسته له هغې چې دواړه خواوې د موافقه شوي اوربند په مراعات کې پاتې راغلل، منځگړي اوس هڅه کوي چې د قزاقستان په پلازمینه استانا کې د سولې د خبرو اترو له پیل څخه مخکې د مېنسک موافقه د عمل په ډگر کې پلی شي.

«د روسیې له خوا د اشغال پلان»

په عین وخت کې واشنگټن ویلي دي چې د اوکراین له پاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د سولې وروستی پلان پرته له یوه «پوځي اشغال» څخه بل څه نه دی. د متحده ایالاتو استازې سمنتا پاور د ملگرو ملتونو امنیت شورا ته د چهارشنبې په ورځ وویل: «دغه پلان په دې موخه جوړ شوی تر څو د بیلتون غوښتونکو له خوا د سپتمبر په میاشت کې او دغه راز د اوکراین په خاوره کې د روسیې پوځي پرسونل او پوځي تجهیزاتو شتون قانوني وگرځي». اوکراین وايي چې یاغیانو په ختیځ اوکرایین کې ۵۰۰ کیلومتره مربع خاوره د موافقه شوي اوربند څخه د سرغړونې په توگه اشغال کړې ده.

د متحده ایالاتو استازې وویل: «اجازه راکړئ چې د پوتین د سولې له پلان څخه پرده پورته کړو او ووایو چې هغه د څه له پاره دی: یو روسي اشغالي پلان.»

د اوکراین د ولسمشر پیترو پوروشینکو د وینا له مخې په اوسني وخت کې په ختیځ اوکراین کې د روسیې ۹۰۰۰ سرتیري حضور لري.

آژانسونه