1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايبولا ناروغۍ د مخنيوي له پاره مرسته

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۳ شهریور ۲۶, چهارشنبه

د ایبولا ساري ناروغۍ پر ضد مبارزه کې نړیوال بانک غواړي چې له دغې ناروغۍ څخه اغیزمنو شوو هیوادونو سره تر ۱۰۰ میلیونه ډالره زیاته مرسته وکړي. بارک اوباما بیا په دې ترڅ کې د زرونو پوځي پرسونل د لیږلو خبره کړې ده.

https://p.dw.com/p/1DDhT
Warnung vor Ebola in Monrovia
انځور: DW/J. Kanubah

نړیوال بانک غواړي چې د ایبولا د ساري ناروغۍ پر ضد مبارزه کې هغو هیوادونو ته چې دغې ناروغۍ اغیزمن کړي دي ۱۰۵ میلیونه ډالر ورکړي. نړیوال بانک خبر ورکړی دی چې د دغو پیسو نیمایي برخه به لایبریا ته ورکړل شي، چې تر اوسه تر ټولو زیات دغې ناروغۍ ځپلی دی.

زیاته شوې ده چې د سرالیون هیواد به ۲۸ میلیونه ډالره او د گینیا هیواد به ۲۵ میلیونه ډالر تر لاسه کړي. دغه پېسې به د درو سرو هیوادونو د روغتیايي چارو ادارو په اختیار کې ورکړل شي، څو د اضافي دارو درملو، مسلکي پرسونل او قرنطین شوي سیمو له پاره د خوراکي موادو غم وخوړل شي.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) د معلوماتو له مخې تر اوسه کابو ۵۰۰۰ کسان په دغه ویروس اخته شوي دي چې له جملې څخه یې تر ۲۴۶۰ زیات کسان مړه شوي دي. داسې اټکل کیږي چې ښایي د زیاتو پېښو په اړه رپوټونه ور کړل شوي نه وي. د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د سپتمبر میاشتې۱۶مه) ملگرو ملتونو د ایبولا پر ضد د مبارزې له پاره پر نړیوالي ټولني د یو میلیارد ډالرو بسپني د چمتو کولو غږ کړی وو.

دغه پېسي تر هغه دوه برابره ډیري دي چې ملگرو ملتونو یې په اگست میاشت کې غوښتنه کړې وه. د ملگرو ملتونو د اټکلونو له مخې د ایبولا له وژونکي ساري ناروغۍ څخه په اغېزمنه شوې سیمه لویدیځه افریقا کې ۲۲،۳ میلیونه انسانان ژوند کوي.

۱۷ کلینکونه چې هر یو به یې ۱۰۰ بستریز وي

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما غواړي چې د ۳۰۰۰ پوځي پرسونل پر لیږلو سره د ایبولا پر ضد مبارزه کې مرسته وکړي. زیاته شوې ده چې دغه کسان به له ځایي ادارو سره په گډه په لایبیریا، گینیا او سیرالیون کې د ایبولا د ناروغانو له پاره ۱۷ کلینکونه جوړ کړي دي چې هر یو به یې ۱۰۰ بستره ولري.

اوباما د متحدو ایالاتو په جورجیا ایالت کې «د ناروغیو د کنترول او مخنیوي» مرکز (CDC) د لیدني پر مهال وویل چې دا د نوموړي ادارې په تاریخ کې لوی غبرگون دی چې ښيي يې.

اوباما په خپلو خبرو کې خبرداری ورکړ چي که چیري د دغه ناروغۍ مخه ونه نیول شي، نو کیدای شي په لسونو او آن په سونو زره کسان په دغه وایروس اخته شي. اوباما یادونه وکړه چې «موږ باید ژر اقدام وکړو.»

د متحدو ایالاتو دغه ماموریت په ۲۰۱۰م کال کې په هایتي کې د زلزلې له پاره له ملاتړ سره برابر دی. بارک اوباما د ایبولا ساري ناروغي نړیوال امنیت ته د خطر په توگه یاده کړه.

د کلینکونو د جوړولو تر څنگ امریکا متحده ایالات غواړي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې په هره اوونۍ کې تر ۵۰۰ پوري روغتیاپال له ایبولا ناروغۍ سره د چلند، لکه په زرونو کورونو ته د دارو درملو د ویشلو په برخه کې وروزي.

په پام کې ده چې د لایبریا په پلازمېنه کې د قوماندې یو مرکز او په سینگال کې بیا د تجمع یو مرکز جوړ شي. پر دې سربیره هوایي لیکه به له ډاکټرانو، مرسته کوونکو او د دارو درملو په ژر لیږلو کې مرسته وکړي. بارک اوباما «د ناروغیو د کنترول او مخنیوي» د مرکز له ډاکټرانو او نورو کارکوونکو سره په یوه ملاقات کې وویل: «نړۍ په دې پوهیږي، چې له دغي ناروغۍ سره څرنگه مبارزه کولای شي. دا کومه معما نه ده.»