1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ايرانيانو په نوم بايد جاده و نه نومول سي»

۱۳۹۱ شهریور ۲۸, سه‌شنبه

د سنا مجلس پريکړې کړې ده، چي په مزارشريف کي بايد د«ايراني ديپلوماتانو» په نوم جاده و نه نومول سي. د بلخ چارواکو د ابو مسلم خراساني جاده د ايراني ديپلوماتانو په نوم نومولې ده.

https://p.dw.com/p/16B3e
انځور: DW / Safi

د سناتورانو هغه پلاوی چي په دې وروستيو کي بلخ ولايت ته سفر کړی وو وايي، چي د هغه ولايت چارواکو په دې اړه قانع کوونکي دلايل وړاندي نه کړل.

د سنا مجلس رئيس فضل هادي مسلم يار د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د سپتمبر۱۸) د دغي نوم ايښووني په اړه د سنا مجلس رايه ورکول په دې ډول بيان کړه:«له پنځو رايو پرته نور ټول دوستان د ايراني ديپلوماتونو په نوم د جادې له نامه سره مخالف دي.»

دغه ايراني ديپلوماتان مزارشريف ته د طالبانو په ورتگ سره ووژل سول، او د نوم ايښوولو يوازنی دليل هم دغه ياد سوی دئ.

په مزارشريف کي پر دغي جادې باندي د ايراني ديپلوماتانو نوم ايښوول سخت غبرگونونه را وپارول. د افغانستان پارلمان ځينو استازو د دغه هيواد د اطلاعاتو او فرهنگ وزير سيد مخدوم رهين، د استيضاح غوښتنه کړې ده.

يو شمېر سناتوران وايي، چي ايران هره ورځ افغانان کړوي، ځکه نو د دوی په نامه بايد کومه جاده مسما نه سي.

د کابل يو تن سناتور نثار حارث وويل:«ولي په داسي اسانۍ سره د ايراني ديپلوماتانو په نوم جاده نومول کيږي، په داسي حال کي چي هره ورځ ايرانيان افغانان په ډيره بې رحمي سره تر سرحد را اړوي. آيا ايرانيانو زموږ د جمهور رئيس خبري ومنلې، چي موږ بيا اوس د دوی په نامه جاده نوموو؟»

د بلخ ولايت والي عطامحمد نور د سنا مجلس استازو ته ويلي دي، چي د ايران سفارت د دغه ولايت له چارواکو څخه غوښتنه کړې ده، چي دغه جاده دي د ايراني ديپلوماتانو په نوم ونوموي.

يو بل سناتور خالقداد بلاغي وويل، چي افغان چارواکي نه بايد د ايران سفارت پر دې خبرو باندي غوږ ونيسي چي يوه جاده دي د دوی په نوم و نوموي. هغه وويل امکان لري چي ايران د هرات او نيمروز ولايتونه د خپلي خاوري جز وگڼي.

بلاغي ټينگار وکړ چي ايران په تيرو لسو کلونو کي د افغانستان پر ضد سياست تعقيب کړی دئ:«د ايران دولت په هيڅ صورت سره له افغانستان سره ښه نيت نه لري. له هغه وخته چي امريکايي پوځيان په افغانستان کي دي، ايرانيان له افغانستان سره ښه نيت نه لري، زموږ جمهوررئيس ته ئې سپکاوی کړی دئ، زموږ مهاجر ئې را سپک کړي دي، هغوی ئې اعدام کړي دي. موږ به هيڅ وخت دا اجازه ور نه کو، چي يوه جاده دي د ايرانيانو په نوم و نومول سي.»

حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل