د ايران اصلاح غوښتونکی مذهبي مشر ومړ
۱۳۸۸ آذر ۲۹, یکشنبهمنتظري د ايران د 1979 کال د اسلامي انقلاب د طراحانو له جملي څخه ؤ، خو هغه ډير ژر د ايران له مشري او بيا په خاصه توګه اوسني مشري سره د مخالفت لاره ونيوله. منتظري له څو کلونو را په دي خوا په خپل کور کي نظر بند ؤ.
د ايران دولتي خبري آژانس ايرنا په خپل رپوټ ، پرته له دي چي د منظري مذهبي مقام څخه نوم واخلي همدومره وويل: « حسين علي منتظري تيره شپه په خپل کور کي مړ شو.» منتظري د ايران د قم په ښار کي اوسيده.
د اګست په مياشت که چي د ايران د جمهوري رياست د شخړه ايزو انتخاباتو پر ضد مظاهر ي وشوي، منتظري، د ايران د ملاياتو تر واکمني لاندي په مشري باندي نیوکی وکړی او هغه د «ديکتاتوری» په نامه ياده کړه. هغه وويل چي د احتجاج کونکو پر ضد د نوموړي مشری کړه وړ د منتظري د خپلي جملي له مخي، د « رژيم د نسکوريدو » لامل ګرځي.
په عين وخت کي د ايران په اړه د عراق يو چارواکي وويل چي ايراني سرتيرو د ايران - عراق په ګډه پوله کي دتيلو د سرچينو له يوي شخړايزي سيمي څخه بيرته په وتلو پيل کړي.
د عراق یو ولايتی لوړپوړي امنيتي چارواکي، ماسام لفتا د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل چي ايراني سرتيرو تيره شپه بيرته په وتلو پيل وکړ او د تيلو د کمپني کارګران بيرته خپلو کارونو ته ستانه شول.
د جمعي په ورځ د عراق په جنوب ختيځ ولايت اماره کي د تيلو يو دولتي شرکت وويل چي ايراني ځواک د تيلو د سر چينو ډګر ته ورسيدل او «څلورمه شمیره نومی» څایی ونيوله.
بغداد د ايراني سرتيرو د وتلو غوښټنه وکړه او د يوی څلورم نومي څاه اشغال يي د عراق د خاوري په بشپړتيا باندي د يو تيري په توګه وغانده. ايران د عراق دا ادعا چي ګواکي د تيلو نوموړي څا يي نيولي ده، رده کړه.
په سيمه کي د امريکايي پوځي چارواکو د وينا له مخي د تيلو څلورمه نومي څاه د ايران او عراق تر منځ په يوه شخړه ايزه سيمه کي موقعيت لري.
په عين وخت کي د متحده ايالاتو د ټولو قواوو لوي درستير، مايک مولن پرون وويل چي د هغه د معلوماتو له مخي دغه څاه د عراق د خاوري د واکمني په ساحه کي پرته ده او د ايران عمل يي لمسونکي وګاڼه:
« په ښکاره توګه بايد وويل چي مونږ ټول د ايران د نفوذ په هکله انديښنه لرو. د ايران ګاوڼدي او د هغوي ترمنځ بايد اړيکه وي، او زه پوهيږم، د عراق او ايران سياسي مشران بايد سره په ګډه کار وکړي. خو په سيمه کي د ايران د بي ثبات کونکي نظر په هکله انديښنه لرم. که څه هم زه په تفصيل سره معلومات نه لرم، خو تر کومه ځايه چي معلومات شوي ، د تيلو دغه څاه د عراق د خاوري د واکمني په ساحه کي پرته ده. او د عراق د مشرانو دنده ده چي له ايران سره دا لانجه حل کړي».
AG/ عبدالباري حکيم
کتونکی. زيارمل