1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايران، افغانستان او تاجکستان يوه ورځنی سرمشرايزه، د څه لپاره؟

۱۳۸۹ مرداد ۱۴, پنجشنبه

د سرمشرايزي کوربه، د ايران جمهور رييس احمد نژاد وويل: «د افغانستان ستونزه بايد د سيمي په سطح حل شي، نور نه شي کولاي چي زمونږامنيت خوندي وساتي. هغوي په عراق کي هم دا کار ونه شو کړاي.»

https://p.dw.com/p/OdCj
د ايران او افغانستان جمهور رييسان، محمود احمدی نژاد او حامد کرزی
د ايران او افغانستان جمهور رييسان، محمود احمدی نژاد او حامد کرزیانځور: AP

نن په تهران کي د ايران، افغانستان او تاجکستان مشران سره جرګه شول او د خپلو هيوادونو ترمنيح د اقتصادي، سياسي او کلتوري همکاري په هکله خبري وکړي.

د افغانستان جمهور رييس حامد کرزي چي د خپل هيواد د پلاوي په سر کي په دي غونډه کي برخه واخيستله د ايران له جمهور رييس محمود احمدي نژاد سره په د خپلمنځي همکاري تر څنګ په افغاسنتان کي د وروستيو تحولاتو په هکله هم خبري وکړي.

احمد نژاد چي د دري اړخيزو سر مشر ايزي کوربه ؤ، په دغي غونډي کي د دري واړو ګاونديو هيوادونو تر منځ په فرهنکي او اقتصادي د همکاري د پراخولو لپاره غږ وکړ.

په ګډه اعلاميه کي چي د تاجکستان د جمهور رييس امام علي رحمن اوف په ګډون د افغانستان او ايران د جمهور رييسانو، حامد کري او احمد نزاد له خوا د سرمشرايزي په پاي کي خپره شوه، په خپلو منځو کي د تجارتي او ترانسپورتي او دغه راز د نشه يي توکو او تروريزم پر ضد د همکاريو لپاره موافقه وکړه.

احمدي نژاد د خپل هيواد او د دواړو ګاوندو هيوادونو برخه ليک ګد وګاڼه. هغه وويل: «زمونږ امنيت يو بل سره تړلي دي.هغه څه چي په افغانستان کي تيريږي مونږ تري رنځ وړو. نور نه شي کولاي چي دغه ستونزي حل کړي، لکه چي په عراق کي يي دا کار ونه شو کړاي.»

د تاجکستان جمهور رییس امام علی رحمن اوف له احمدی نژاد سره
د تاجکستان جمهور رييس امام علی رحمن اوف له احمدی نژاد سرهانځور: MEHR

د آلمان د خبري آژانس د يو رپوټ له مخي کرزي د ايران له جمهور رييس سره د امريکا متحده ايالاتو په يوي ورستي ادعا هم ښايي باندي خبري کړي وي چي ويلي دي ايران په افغانستان کي له ياغيانو څخه ملاتړ کوي.

احمد نژاد د مارچ په مياشت کي له افغانستان څخه ليدنه کتنه کړي وه او د کرزي له حکومت څخه خپل ملاتړ رسما ملاتړ کوي.

د تهران او کابل ترمنځ د بنسټيز سياسي اختلافاتو سره سره، کرزي تر اوسه پوري هڅه کړي چي له خپل ګاوندي هيواد ايران سره اړيکي ښيي وساتي.

ايران په افغاسنتان کي د بهرنيو ځواکونو حضور د افغاسنتان د روانو ستونزو يو مهم لامل ګڼي.

احمد نژاد د تهران په نني سر مشرايزه کي يو ځل بيا له افغاسنتان خخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو لپاره غوښتنه وکړه. هغه وويل: « د افغانستان ستونزي بايد د سيمي په سطح بايد حل شي. هغوي ( لويديځ ايتلاف) د دي لپاره نه دي راغلي چي دلته امن راوړي، هغوي د دي هيواد طبيعي شتمنيو ته سترګي پټي کړي دي.»

د ويکي ليکس نومي انترنتي پاڼي چي د افغاسنتان د جګړي په هکله يي د امريکا متحده ايالاتو د پوځي استخباراتو څه د پاسه 90 زره سندونه بربند کړل، ځيني اسناد وايي چي د افغاسنتان دوه ګاوندي هيوادونه ايران او پاکستان دواړه له طالب اورپکو خخه ملاتړ کوي. تهران او اسلام آباد دواړه دغسي تورنه ردوي.

آژانسونه« عبدالباري حکيم

کتونکي: عارف وردک