1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايران حکومت له افغان کډوالو سره ناوړه چلند کوي

۱۳۸۹ خرداد ۱, شنبه

شيرين عبادي د آلمان غږ راډيو سره په مرکه کي وويل چي د ايران حکومت د ايرانيانو د تمدن او فرهنګ استازيتوب نه کوي. هغه له افغان کډوالو سره د ايران د دولت له ناوړه چلند څخه خواشنيي ده.

https://p.dw.com/p/NUxm
د ايران د بشري حقونو مبارزي شيرين عبادي د پنجشنبي په ورځ د « بن د ډيموکراسۍ نړيواله جايزه تر لاسه کړه.
د ايران د بشري حقونو مبارزي شيرين عبادي د پنجشنبي په ورځ د « بن د ډيموکراسۍ نړيواله جايزه تر لاسه کړه.انځور: DW

د نوبل د سولي د جايزي ايراني ګتونکي ، شيرين عبادي، وايي چي د ايران حکومت په خپل هيواد کي له افغان کډوالو سره په تيرو دري لسيزي کي « د بشري حقونو د نړيوالو کچو سره سم انساني چلند» نه دي کړي. هغي دغه خبره د آلمان غږ راډيو د افغانستان له څانګي سره د يوي ځانکړي مرکه په ترڅ کي د جمعي په ورځ ياده کړه.

د ايران د بشري حقونو مبارزي شيرين عبادي د پنجشنبي په ورځ د « بن د ديموکراسي نړيواله جايزه تر لاسه کړه. له دغي جايزي سره په ايران کي د «قانون د حاکميت اود ديموکراسي لپاره د هغي له هڅو او مبارزي څخه درناوي وشو.

ميرمن عبادي په ايران کي د افغان مهاجر ناخوالو ستونزو ته په اشاري سره وويل چي د ايران واکمنانو ديرش کاله مخکي له يو خوا په دي نامه چي ګواکي دوي د نړي د مسلمانانو مدافعين او د هغو له حقونو دفاع کوي، د ايران پولي پرانيستي، خو له بلي خوا هغوي ته هغه حقوق ور نه کړل چي د کډالو نړيوال منل شوی قانون يي غوښتنه کوي.

هغی وویل:« د ایران واکمنانو وويل چي اسلام پوله نه لري، تاسي کولاي شي چي ايران ته راشي. ډير افغانان ايران ته لاړل. خو د ايران دولت له بده مرغه دوي ته د پناه رسمي اقامه ور نه کړي. له بده مرغه د افغانانو ستونزي د انقلاب له پيل سره شروع شوي، افغانانو په ايران کي هيڅ قانوني حقوق تر لاسه نه کړ، هغوي حتي نه شي کولاي چي خپل نکاحخطونه ثبت کړي، دا چي ماشومانو يی شناخت کارت نه درلود، ښونځيو ته تلاي نه شواي، له بده مرغه د ډيرو افغان کډوالو ماشومان د پوهي او تعليم څخه بي برخي پاتي شول.».

په افغانستان کي د طالبانو د واکمني له نسکوريدو وروسته په مليونو افغان کدوال خپل هيواد ته ستانه شول، خو ځيني نور يي د ويرو، کار نه موندولو او يا نا امنيو له امله په ګاونډيو هيوادونو کي پاتي دي.

په وروستيو اونيو کي د ايران په دننه کي له افغان کډوالو سره د ايران د چارواکو د ناوړه چلند له امله د افغانستان په دننه او بهر کي د اعتراض غږونه او د بشري حقونو د سازمانونو نيوکي وروسته له هغي زياتي شوي چي د رسنيو د رپوټونو او د افغان کډوالو د خپلو ويناوو له مخي د نشه يي توکو د قاچاق يا سوداګريو او داسي نورو جرايمو په تور د ايران په زندانانو کي د افغانانو د اعدامونو چي په هغو کي ډيري ځوانان دي، رپوټونه خپاره شول.

ميرمن عبادي د خپل هيواد پر حکومت نيوکه وکړه چي د تورن کسانو سره يي د قانون له مخي چلند نه دي کړي. هغي وويل هر سړي چي په يو جرم تورن شي، هغه د قانون له مخي حق لري چي ځان ته مدافع وکيل ونيسي، هغه څه چي په ايران کی د شيرین عبادی د وينا مخي، ډيري خلک تري محروم دي او افغان کډوال هم.

هغی وویل: « زه اساسا د اعدام مخالفه يم، يعني هر چا چي هر جنايت کړي وي، بايد په اعدام محکوم نه شي. دا چي ډيري افغانان په ايران کي ستونزي پيدا کوي، دا د ايران د حکومت د خپله ناوړه چلند نتيجه ده. چي افغان کډوالو ته د يو قانوني ژوند شرايط نه دي برابر کړي ، له هغوي څخه د ارزان قيمتو کارګرانو په توګه کار اخيستل کيږي. دا په خپله د دي سبب ګرځي چي کډوال په غير قانوني کارونو او یا زور زياتيو لاس پوري. اما دا چي هغوي په اعدام محکوم شي، هغه هم په يوي محاکمي چي قانوني سر او صورت يي معلوم نه دي چی آیا عدالت کوی یا یی نه کوی، دا سم چلند نه دي.»

خو عبادي وويل دغه ډول چلند د ايران واکمنانو له افغان کډوالو سره کړي دي، نه د ايران خلکو، د ايران خلک خپله د دي رژيم د ناوړه چلندونو قربانيان دي.

هغي د آلمان غږ راډويو ته وويل: « زه منم هغه چلند چي له افغانانو سره شوي دي، سم چلند نه ؤ. خو تاسي بايد د ايران دولت او حکومت د ايران له خلکو څخه جلا وګڼي. د ايران حکومت د ايرانيانو د تمدن او فرهنګ استازيتوب نه کوي. زه له افغان کډوالو سره د ايران د دولت د ناوړه چلند څخه خواشنيي يم.، خو ټول ايرانيان د حکومت په څير فکر نه کوي.»

د آلمان غږ راډيو/ عبدالباري حکيم

کتونکی: احمد ولي اڅکزی