1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايران دمحبسو څخه به په سلګونو افغاني بنديان آزاد سي

۱۳۸۹ آذر ۱۶, سه‌شنبه

ويل کيږي چي اوس مهال په زرګونو افغانان د ايران د مختلفو ولايتوپه محبسوکي بنديان دي، چي حتی دقيقه شميره يې د افغانستان د حکومت سره هم نسته

https://p.dw.com/p/QRGL
انځور: rawanews.com

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول وويل چي د ايران د اسلامي جمهوريت د زندانونوڅخه به شاوخوا 700 افغاني بنديان آزاد سي.

اټکل کيږي چي دغلته به د بندي افغانانو شميره لسګونو زرو ته ورسيږي او وخت ناوخت خو ځيني هغه يي د ايراني چارواکو پر وينا د درنو جرمونو لکه قتلونو، مخدره موادو د قاچاق او د هغه هيواد ملي امنيت ته د خطر په جرم په دار سوي هم دي .

په تير ژمي کي د ايران دولت په يوه بې ساري اقدام کي په لسګونو افغانان اعدام کړل چي د افغان حکومت او پارلمان دواړو عکس العملونه يې را وپارول .

اوس د بهرنيو چارو وزير وايي چي 700 افغانان به د يوې هوکړي له مخي د ايران د زندانونو څخه را آزاد سي او پس له دې به اسلامي جمهوريت هيڅ افغان بندي نه غرغړه کوي.

Iran - Gefängnis Kahrizak

زلمي رسول ايران، عربي متحده اماراتو او روسيې ته تر سفر وروسته په کابل کي وويل چي پر اقتصادي او ترانزيتي مسايلو سر بيره يې په ايران کي د افغان کډوالو د ژوندانه د ښه کولو لپاره هم خبري کړي دي .

«د ترانزيت، ترانسپورت او سرحدي مسايلو او په خاصه ډول د افغاني مهاجرينو او هغو افغانانو په اړه چي د ايران په محبسو کي بنديان دي ،خبري وسوې او تهران ژمنه وکړه چي 700 بنديان به ايله کيږي، او هغه افغانان چي د اعدام له سزا سره مخامخ دي، دغه جزا به يې په حبس تبديليږي».

ايران چي دافغانستان سره اوږدسرحد لري ،د پخواني شوروي پر ضد د جهاد له دوران څخه را پدې خوا ورته هره ورځ پر قانوني لارو سربيره په لسګونو غير قانوني لارو باندي افغانان تګ را تګ کوي .

په ايران کي د افغان کډوالو ستونزي د تيرو لسيزو را پدې خوا پر خپل ځای پاته دي .

Gefängnis im Iran
انځور: PA/dpa

د رسمي ارقامو له مخي ، دمګړۍ شاوخوا يو نيم مليون افغانان په ايران کي ژوند کوي چي تر نيمايي ډير يې دغلته د ايراني چارواکو په وينا د مهاجرت قانوني اسناد لري .

افغان دولت څو څو واره د ايراني مقاماتو څخه غوښتي دي چي هغلته ميشتو هغو افغانانو ته چي په خپله خوښه هيواد ته نه را ستنيږي، د بين امللي قوانينو په رڼا کي د پاته کيدو او اوسيدو قانوني اسناد ورکړي ،هغه غوښتنه چي تر اوسه پوري ورباندي ايران کاملأ پابندي نه لري.

د جنګ د کلونو پر مهال په سلګونو زره افغانان د نړۍ مختلفو برخو ته فراري سول.

هغه هيوادونه چي ورته ډير افغانان مهاجر سول، هغه د افغانستان نژدې ګاونډی ايران او پاکستان ول .

د ملګرو ملتو د کډوالو چارو د ادارو د رپوټونو پر اساس د طالبانو د حکومت تر نسکوريدو وروسته په مليونونو افغانان يوازي ددغو دوو هيوادونو څخه بيرته خپل ټاټوبي ته را ستانه سول ،خو لا هم په سلګونو زره افغانان په ايران او پاکستان کي يا په قانوني او يا هم غير قانوني ډول ژوند کوي.

ميرويس جلال زی/ کابل

کتونکی: محمد قاسم نوري