1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ايران د اتومي لانجې پر سر خبري بې نتيجې وې»

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ خرداد ۱۰, یکشنبه

یوه میاشت مخکې تر دې چې د ایران د اټومي شخړي په اړه موافقې له پاره ټاکل شوې مهلت پای ته ورسیږي، د ایران او امریکا تر منځ خبرو اترو کومه خاصه لاسته راوړنه نه لرله.

https://p.dw.com/p/1FZfL
انځور: picture-alliance/J.W.Alker

د شنبې په ورځ په ژنيو کې د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېري او د هغه د ایراني سیال جواد ظریف تر شپږ ساعته خبرو وروسته، د ایران د مرکچي مرستیال عباس عراقچي وویل چې «اوس هم د نظر اختلافات موجود دي». دغه خبري اتري به په راتلونکې اونۍ کې د کارپوهانو په وسیله پر مخ ولاړي شي.

مخکې تر دې اټکل کیدی چې دغه خبري به د یکشنبې په ورځ د کېري او ظریف تر منځ ترسره شي. د شنبې ورځې په خبرو اترو کې د اروپايي ټولني آلمانۍ دیپلوماتې هلگا شمد هم گډون لاره.

د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوه استازي په ژنيو کې وویل چې کیري او ظريف د اساسي مسائلو پر سر خبري وکړئ. هغه وویل چې واشنگټن غواړي د ټاکل شوي زماني پلان پر بنسټ پر مهمو مسائلو تمرکز وکړي. یوې موافقې ته د رسیدو له پاره د وروستی ضرب الاجل په جون ماشت کې پای ته رسیږي.

د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت دغه استازي زیاته کړه: «موږ په ډیر واضح ډول روښانه کړه، چې په اوس وخت کې د خبرو اترو د وخت د غځولو په هکله هیڅ فکر نه کوو. د جون میاشتي ۳۰ یوه واقعي نېټه ده». په ایران او فرانسه کې د خبرو اترو له پاره د ټاکل شوي ضرب الاجل مودې د غځولو خبره کیږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په ژنيو کې د دې پوښتني په ځواب کې چې آیا د جون میاشتي تر۳۰ نیټې پوري یوې موافقې ته رسیدل به ممکن وي؟ وویل: «موږ به کوښښ وکړو».

ایران او په اصطلاح د ۵+۱ ډلي هیوادونه چې په هغو کې امریکا متحد ایالات، بریتانیا، فرانسه، روسیه، چین او آلمان شامل دي د اپریل میاشتي په پیل کې د ایران د اټومي شخړي د موافقتنامې پر چوکاټ سره سلا شول.

د دغي موافقتنامې پر بنسټ ایران له اټومي انرژۍ څخه یوازي د ملکي موخو له پاره کار ځني اخيستلای شي، او په بدل کې به یې له۲۰۰۶م کال راهیسي پر دغه هیواد د لگول شوو بندیزونو د لیري کیدو تمه ولري.

سره له دې چې د موافقتنامي پر چوکاټ لا پخوا موافقه شوې وه، خو د ځينو مهمو ټکو پر سر اوس هم د نظر اختلاف موجود دی.

د نورو مسائلو تر څنگ د ایران د خبرو اترو لوړ پوړي مرکچي عراقچي، د شنبې په ورځ د خبرو اترو تر پیل لږ دمخه وويل چې د د نړيوالو له خوا د ایران د پوځي تاسیساتو څارنه ردوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب