1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايران د اټومي لانجې پر سر خبري اتري بې نتيجې پای ته ورسېدې

۱۳۸۷ تیر ۳۰, یکشنبه

د اروپايي ټولني د بهرنيو اړيکو مشر ډيپلومات خاوير سولانا د ايران د استازي سعيد جليلي سره تر يوې کتني وروسته وويل چي ده د وروستي وړانديز په اړه د ايران له خوا کوم جواب نه دی ترلاسه کړی

https://p.dw.com/p/EfqG
د اروپايي ټولني د بهرنيو اړيکو مشر خاوير سولانا د خبرو څخه نا اميده دی
د اروپايي ټولني د بهرنيو اړيکو مشر خاوير سولانا د خبرو څخه نا اميده دیانځور: AP

په اټومي خبرو کي د ايران د ډلي مشر اعلام وکړی چي دی غواړي چي دغه موضوع يو ځل بيا په ایران کي وړاندي کړي. دواړه خواوو وغوښتل چي د دوو اونيو په ترځ کي بيا خبري سره وکړي

خاوير سولانا وويل:«په حقيقت کي دغه خبري جوړونکي وې خو زه بايد په ښکاره ووايم چي موږ تر اوسه پوري د خپل وړانديز په اړه له ایران څخه کوم ځواب نه دی تر لاسه کړی ولي زه هيله من يم چي هغه به موږ تر راتلونکو څوو اونيو پوري تر لاسه کو.»

په هغه وړانديز کي چي د جون په مياشت کي سوی دی، په هغه کي له ايران سره د نړيوالي ټولني اقتصادي، علمي او سياسي همکارۍ پکښي شاملي دي. خو په دې شرط چي ايران دې ته تيار يي چي د يورانيمو د غني کولو پروګرام و دروي،تر څو تر دې «بهانې» لاندي اټومي وسلې لاس ته رانه وړي. خو تهران لکه د پخوا په شان دا ردوي.

د ژينو په نړيوالو خبرو کي د ايرانۍ ډلي مشر سعيد جليلي
د ژينو په نړيوالو خبرو کي د ايرانۍ ډلي مشر سعيد جليليانځور: AP

په دې خبرو کي د ايران د ډلي مشر جليلي په ډاګه کړه چي دا د نه منلو وړ يو شرط نه دی. د اټومي وسلو د نه پراختيا د معاهدې له مخه هر يو لاسليک کونکی هيواد، دغه راز د ايران اسلامي جمهوريت هم د سوله ايزي غني سازۍ حق لري.

خو تهران ټولي دروازې هم نه تړي. په ژنيو کي د سياسي ناظرينو له خوا ددې تمه کیده چي ښايي ايرانۍ ډله له تعيين سوي مودې څخه دمخه دغه خبري ختمي کړي. دا چي داسي ونه سول، سړی کولای سی چي دا يو مثبت ګام وبولي.

سربيره پر دې جليلي هم يو وړانديز لري. هغه وايي«د همکارۍ دروازې پرانيستي پاته دي، تر څو سوله، امنيت او ثبات په سيمه کي ممکن سي.»

په دې خبرو کي د امريکايي ډيپلومات ویلیام بورنز حضور مثبت بلل سوی دی. د ديرشو کالو راپديخوا دا لومړی وار و چي د امريکا د حکومت يو استازی د ايراني ډيپلوماتانو سره د خبرو لپاره د يوه مېز ترشا کښېني.

په دې خبرو کي پر جليلي، سولانا او بورنز سربيره د ملګروملتونو د امنيت په شورا کي د نورو دايمي غړو او آلمان استازي هم برخه اخيستې وه. د اروپايي ټولني د بهرنيو اړيکو مشر خاوير سولانا وويل چي ښايي په راتلونکي دوو اونيوکي دغه خبري يوار بيا پيل سي.