1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايران د ټاکنو په اړه افغانان څه نظر لري

حسين سيرت/ کابل۱۳۹۲ خرداد ۲۲, چهارشنبه

د ایران ټاکني په دغه هیواد کې د افغان گډوالو د شتون او همداراز په افغانستان کې امریکایي ځواکونو د حضور له کبله ډیر اهمیت لري. په دې اړه افغانان څه وايي.

https://p.dw.com/p/18oRd
Wahlurne Iran Symbolbild Wahlen Beschreibung: ein Mann wirft einen Wahlzettel in die Wahlurne bei den Präsidentschaftswahlen 2009 im Iran. Lizenz: Mehr
Iran Wahlurneانځور: Mehr

د ایران ولسمشري ټاکنو ته نوماندانو په خپل تلویزیوني مناظرو کې د دغه هیواد د بهرني سیاست په اړه خپلې خاصې کړنلارې نه دي واضیح کړې. د څیړونکو په خبره که په دغو ټاکنو کې محافظه کاران بریالي شي نو ښايي په ایران کې د کډوالو شرایط لاپسې سخت شي.

یو تن افغان لیکونکی عبدالحمید مبارز، وایي چې د افغانانو له پاره د امید يو څرکه په ټاکنو کې د اصلاح غوښتونکي نوماند هاشمي رفسنجاني، بریالیتوب وو چې اوس دغه هیله هم له منځه تللې ده.

ښاغلی مبارز وایي: «زه فکر نه کوم چې تر ټاکنو وروسته دې د ایران په کورني او بهرني سیاست کې لږ بدلون هم رامنځ ته شي. که رفسنجاني په ټاکنو کې بریالی شوی وای، زه فکر کوم چې د ایران په کورني او بهرني سیاست کې به یو لوی بدلون رامنځ ته شوی وای.»

دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر څیړونکي وایي چې ایران له افغان گډوالو څخه تل پر افغان حکومت باندې د فشار راوړلو د یوې وسیلې په توگه کار اخلي. د افغانستان د سیاسي مسائیلو څیړونکی اجمل بلوچ زاده، وايي چې په ایران کې د نوي ولسمشر په کار پیلول ښايي په دې هیواد کې د کډوالو په وضعیت کې کوم بدلون رامنځ ته نه کړي:

«زه فکر نه کوم چې په ایران کې دې د افغان کډوالو په وضعیت کې ښه والی راشي او هغوی دې وشي کولای چې زده کړې پر مخ بوزي. په زوره د کډوالو د ایستلو بحث ښايي په همدې ډول دوام پیدا کړي. او د ایران هغه سیاستونه هم ښایي دوام پیدا کړي چې پر افغانستان یې د کډوالو د ایستلو له لارې راوړي.»

خو د سیاسي چارو بل شنونکی شاه حسین مرتضوي، وایي چې په ټاکنو کې د اصلاح غوښتونکو د کامیابي په صورت کې به افغان کډوال په دې هیواد کې یو څه د ارامښت احساس وکړي. د مرتضوي په خبره د اصلاح غوښتونکو او لویدیځې نړۍ اړیکې سره نزدې دي نو له دې کبله د هغوی د کامیابي په صورت کې پر ایران باندې د نړیوالې ټولنې فشارونه هم راکمیږي.

مرتضوي وایي: «که اصلاح غوښتونکي واک تر لاسه کړي نو له نړۍ او سیمې سره به د ایران اړیکې د پخوا په پرتله ښې شي.»

د یو شمیر افغان څیړونکو به خبره د ایران د بهرني سیاست تعینوونکی آیت الله خامنه یی دی، نه د دغه هیواد راتلونکی ولسمشر. ښاغلی بلوچ زاده وایي: «هر څوک چې ولسمشر شي د رهبري د سیاستونو له پام کې نیولو پرته په کوم اقدام لاس نه پورې کوي. د رهبري لیدلوری د افغانستان د خلکو پر وړاندې د توهین او سرکوبولو لیدلوری دی. د ایران رهبر به د دې اجازه ور نه کړي چې په افغانستان کې د دموکراسي او قانون یو حکومت جوړ شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان عام اوسیدونکي وایي چې اصلاح غوښتونکي د ایران د محافظه کارانو په پرتله له افغان کډوالو سره ښه رویه کوي. د کابل یو تن اوسیدونکی فاضل چې خپله هم یو وخت په ایران کې کډوال وو وایي:

«اصلاح غوښتونکي چې ښاغلی خاتمي دی یو څه آزادي غوښتونکي دي. زما په نظر هغوی کیدای شي تر یوه حده پورې د افغانستان په گټه هم فعالیت وکړي.»

د کابل ښار یو بل تن اوسیدونکی شکور عزیزي هم په همدې نظر دی. هغه وایي: «زه هیله لرم چې په ایران کې داسې یو دولت رامنځ ته شي چې د افغانستان د خلکو وضعیت درک کړي.