1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايران پر رهبرۍ باندي بايد ډير فشار راوړل سي

۱۳۸۸ تیر ۲۳, سه‌شنبه

شيرين عبادي چي په اوس وخت کي په اروپا کي ده ،دډويچي ويلي آلمان ږغ راډيو ميلمنه هم وه . دا مدافع وکيله ده او په 2003 ميلادي کال کي يي دنوبل دسولي جايزه هم ګټلې ده ...

https://p.dw.com/p/Iou6
شيرين عبادي دډويچي ويلي آلمان ږغ راډيو سره په مرکه کښي
شيرين عبادي دډويچي ويلي آلمان ږغ راډيو سره په مرکه کښيانځور: DW

شيرين عبادي هغه څوک ده چي په ايران کي دبشري حقونو دژغورني غږ پورته کوي .

دهمدې روان ميلادي کال دجون دمياشتي په نيمايي ، يعني په ايران کي دولسمشرۍ دجنجالي انتخاباتو دپيل څخه يوه ورځ مخکي دا هسپانيي ته په يوه کنفرانس کي دګډون دپاره راغلې وه . او دهمدي مودې راهيسي له بهر څخه شيرين عبادي په ايران کي دروانو حالاتو او پيښو څارنه کوي . شيرين عبادي وايي چي په ايران کي مظاهره کونکي حق لري واټونو ته راووځي او په دغه هيواد کي ډيموکراتيک بدلونونه وغواړي .

شيرين عبادي پرون دډويچي ويلي دآلمان غږ د راډيوپه يوه خبري ناسته کي وويل ،

«دلته داپوښتنه رامنځته کيږي چي آيا داروپايانو دپاره يوازي داروپا امنيت مهم دی ، او دايران دامنيت سره کومه خاصه علاقمندي نلري ؟ »

اوبيا شيرين عبادي وايي چي اوروپايان بايده دي په ايران کي دبشري بنيادي حقونودژغورني دپاره خپل ږغ اوچت کړي .

دابيا وايي ، « اوروپايان دايران داټومي پروګرام په موضوع کي دکلونو راهيسي ډير جدي دی، خو ددوی دپاره په ايران کي دبشري حقونو موضوع کومه ډيره مهمه موضوع نه ښکاري . »

شيرين عبادي په خپل مطبوعاتي کنفرانس کي چي د دويچي ويلي دآلمان غږ راډيوسره ؤ، دايران پر ضد داقتصادي بنديزونو لګول سم عمل نه بولي . په دې دليل چي داکارعادي وګړو ته زيات تاوان رسوي .

دا وايي چي دايران پر ضد بايد سياسي بنديزونه ولګول شي، «دسياسي بنديزونو څخه زما مطلب دادی چي اروپايي هيوادونه بايد د ايران څخه خپل سفيران راوغواړي . ضرور ندی چي د ايران سره خپلي ډيپلوماتيکي اړيکي وشلوي ،خو کيدای سي چي دسفيرانوپر ځای يوازي قونسلګرۍ هلته پرانيزي . دا کار به عامو خلګو ته کوم تاوان ونه رسوي ، خو دايران لارښونکو مشرانو ته به روښانه سي چي دوی تجريد شوي دي . »

شيرين عبادي دډويچي ويلي آلمان ږغ راډيود مشر اِيرک بيترمن سره
شيرين عبادي دډويچي ويلي آلمان ږغ راډيود مشر اِيرک بيترمن سرهانځور: DW

اوبيا عبادي وايي چي نړيوالي خبري رسنۍ دايران دروانو حالاتو په هکله مهم نقش لوبوي او په تيره بيا ددويچي ويلي دآلمان غږ دراډيو نقش ستايي . خو په عين وخت کي دا خبريالانو ته مخ اړوي او وايي چي دوی بايد پرخپلو حکومتونو باندي فشار واچوي ،او اقتصادي مسايلو ته هم ښه ځير شي .

دااضافه کوي ،« دمثال په ډول د نوکيا ، يا دزيمنس دکانڅرنو څخه دا پوښتنه وکړۍ،چي ولي دوی ايران ته داسي تخنيکي وسايل استولي چي وکولای سي انتر نيت او نور دتماسونو کانالونه کنترول کړي . »

عبادي داهم وايي چي په ايران کي دوروستيو نا آراميو او اعتراضونو په بهير کي ډير کسان تلف شوي ،خو په رسمي ډول دتلف سوو کسانو شميرلږ ښودل شوی دی . ډير کسان نيول شوي او دوی نسي کولای چي دخپلو کورنيو او يا مدافع وکيلانو سره تماسونه ونيسي . او ميرمن شيرين عبادي داهم وايي چي دمظاهره کونکو په مقابل کي دحکومت رفتار اوعمل نه ددغه هيواد داساسي قانون سره سمون لري اونه داسلام داساساتو سره . او له همدي کبله په روان وخت کي ډير شمير روحانيونو هم دحکومت پر خلاف دريځونه نيولي دي .

دا وايي،«دايران دلارښونکو مشرانو عمل

دمخالفينو په مقابل کي دومره سخت او

وحشيانه کار ؤ،چي ډير شمير روحانيونو هم

دغه راز اعمال غندلي دي . »

فون هاين/ فضلي

کتونکي : محمد قاسم نوري