1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايران په وړاندې د امريکا نوې ستراتيژي

۱۳۸۶ مهر ۹, دوشنبه

د امريکې مشهور خبريال او د پوليڅر د جايزې وړونکي ښاغلي سيمور هېرش د متحده آيالاتو د حکومت نوي پلانونه راپه گوته کړي دي. په رسمي توگه د بوش دولت د اتومي لانجې په برخه کې سخت بنديزونه غواړي خو په غير رسمي توگه د ولسمشر بوش ستراتيژۍ بدلون موندلی دی.

https://p.dw.com/p/DKD3
داسې ښايي چې د »سپاه پاسداران« په نامه ايراني پوځونه او د هغوی روزنيز کمپونه به په نښه شي
داسې ښايي چې د »سپاه پاسداران« په نامه ايراني پوځونه او د هغوی روزنيز کمپونه به په نښه شيانځور: AP
داسې ښايي چې د ايران اتومي بټۍ نه بلکې د سپاه پاسداران په نامه ايراني پوځونه او د هغوی روزنيز کمپونه به په نښه شي. يو څو اونۍ مخکې د امريکې پوځونو د احتمالي هوايي بريدونو ستراتيژي د مرستيال ولسمشر ديک چيني په غوښتنه بدله کړې وه. پخوا ټاکل شوي وو چې پراخې بمبارۍ به وشي خو اوس ښايي چې د پاسدارانو په ځواکونو باندې به ځای ځای بريدونه وشي، هم په تهران او هم په نورو ښارونو کې. د ښاغلي هېرش د معلوماتو له مخې سپينه ماڼۍ په دې نظر ده چې ايران پنځه کالو ته ضرورت لري تر څو چې اتومي بم تر لاسه کړي.