1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايران کنګل سوي پيسي بيرته ورکول کیږي

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ دی ۲۳, دوشنبه

يوه امريکايي چارواکي ويلي دي چي د ايران او نړيوالو قدرتونو ترمنځ د اټومي پروګرام پر سره د يوه توافق په بدل کي د ايران د کنګل سوو پيسو۵۵۰ ميليونه ډالره لومړی قسط به په درو اوونيو کي تحويل سي.

https://p.dw.com/p/1ApUS
انځور: Reuters/Jean-Christophe Bott

په بهر کي د ايران د ۴،۲ ميلياردو ډالرو کنګل سوو پيسو بيرته ورکول، د هغه توافق يوه مهمه برخه ده چي د ايران د لانجمن اټومي پروګرام پر سر د ايران او نړيوالو قدرتونو ترمنځ رامنځته سوی دی. په پلان کي ده چي د جنورۍ مياشتي پر ۲۰ نېټه به د دواړو اړخونو يعنی ايران او نړيوالو قدرتونو له خوا د توافق د اجرا لومړی ګام واخيستل سي.

رويترز خبري آژانس د يکشنبې د ورځي (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۱۲) په وروستيو کي په يوه ځانګړي راپور کي د امريکا د يوه لوړ پوړي چارواکي په حواله ليکلي دي، چي د فيبرورۍ مياشتي پر لومړۍ نېټه به ايران ته په لومړي قسط کي ۵۵۰ ميليونه ډالره ورکړل سي.

د ايران او لوېديځ ترمنځ توافق پر اساس به د ايران د نفتي عايداتو هغه ۴،۲ ميليارده ډالره بيرته ورکړل سي چي تر دغه هيواد دباندي کنګل سوي ول. په پلان کي ده چي دغه پيسې به په اتو نوبتونو کي د شپږو مياشتو په موده کي آزادي سي. ددغو پيسو يوه برخه په دې شرط ايران ته بيرته ورکول کيږي چي دغه هيواد د يورانيمو غني کول په سلو کي ۲۰ کم کړي.

د «ستر توافق» لومړی ګام

د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال عباس عراقچي، د يکشنبې په ماښام د ژنيو د توافق نامې د جزيياتو ورکولو پرمهال وويل چي د دغي توافق نامې د ګټي لومړی ګام به د جنورۍ مياشتي پر ۳۰ نېټه واخيستل سي. سپيني ماڼۍ او اروپايي ټولني هم دغه خبر تاييد او د هغه هرکلی کړی دی.

کراقچي وويل، هغه نړیوال بنديزونه چي د توافق له مخي بايد په لومړي ګام کي وځنډول سي، له هم هغې ورځي به وځنډيږي او ايران به هم پر خپلو ژمنو باندي عمل وکړي، چي په هغه کي په ځانګړې توګه د يورانيمو د غني کولو په سلو کي ۲۰ سلنه لږوالی او د يورانيمو د زيرمو کمول دي.

د امريکا متحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما او د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزير جان کېړي يو وار بيا د ايران او لوېديځ ترمنځ توافق په اړه رضايت ښوولی دی. جان کېړي ويلي دي چي له ايران سره خبري اتري د نړيوالي ټولني له پاره «ډېر ښه چانس» دی چي د دغه هيواد د اټومي لانجې په اړه اندېښنې رفع او سولي ته لاس رسی پيدا سي.

د ايران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ لومړی توافق د ۲۰۱۳ کال د نوومبر مياشتي پر ۲۴ نېټه په ژنيو کي رامنځته سوی وو.