1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايران کښتيو د امريکايي جنگي بېړۍ مخه نیولې؟

آژانسونه/ س.ر۱۳۹۵ شهریور ۴, پنجشنبه

د امریکا سمندري ځواکونو ویلي دي چې ایراني کښتیو په «نا خوندي» ډول د دوی د جنگي بیړۍ مخه نیولې ده. تیر کال دواړه هیوادونه د ایران د اتومي پروگرام پر سر یوې هوکړې ته ورسیدل، خو پر دې سربیره ترمنځ يې ترینگلتیا پر ډیریدو ده.

https://p.dw.com/p/1JpHa
انځور: picture-alliance/AP Photo/Fars/M. Marizad

د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزارت چارواکو د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې دغه پیښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې امریکایي جنگي بیړۍ «یو اس اس نېتز» د هرمز په سمندرگي کې سفر کاوه.

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې څلورو ایراني کوچنیو کښتیو په ناخوندي ډول د امریکايي جنگي بیړۍ مخه نیولې ده. امیر البحر جان ریچرډسن، رسینو ته ویلي دي چې دغه ایرانۍ کښتۍ په ډیر لوړ سرعت د امریکایي بیړۍ پر لور رارواني وې او په وینا یې بیړۍ ته کابو ۲۷۴ متره رانزدي شوي وې.

د خبري آژانسو د رپوټونو له مخې امریکايي جنگي بیړۍ فشنگونه وتوغول او شپیلاقونه یې ووهل، څو له ایراني کښتیو سره اړیکه ټینگه کړي خو کومه نتیجه یې ور نه کړه.

د ترینگلتیا زیاتیدل

امریکايي جنگي بیړۍ د یوې بلې امریکایي بیړۍ «یو اس اس مېسن» له لوري بدرگه کیده. خو ریچرډسن، دا روښانه نه کړه چې ولې امریکایي بیړۍ په هرمز تنگي کې وې.

امریکا متحد ایالات، ایران او نور هیوادونه تیر کال د ایران د اتومي پروگرام پر سر یوه تاریخي تفاهم ته ورسیدل، خو پر دې سربیره په پر له پسې ډول د واشنگټن او تهران اړیکي ترینگلې کیږي.

په جنورۍ میاشت کې ایران په خپلو اوبو کې د امریکايي کښتیو تر درولو وروسته يې لس امریکايي سمندري عسکر بندیان کړي ول. د سمندري ځواکونو څېړنې موندلې وه چې دغو امریکایي عسکرو مناسب نیویگشن یا د ارتباط تخنیکي وسایل نه درلودل.