1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايرو وريځ د الوتکو په وړاندي ستر خطر

۱۳۸۹ فروردین ۲۸, شنبه

د آلمان او د يو ګن شمير اروپايي هيوادونو هوايي ډګرونه د ايرو د وريځو له امله تړل شوي پاتي دي.

https://p.dw.com/p/MywZ
په لسګونو زره مسافر په هوايي ډګرونو کي بندی پاتی دي
په لسګونو زره مسافر په هوايي ډګرونو کي بندی پاتی ديانځور: AP

د شنبې په ورځ هم په اروپا کي ستر هوايي ډګرونه د اورشيندني د ورېځې له وجې بند پاتي دي. د المان د هوايي چارو ادارې په ټول المان کي څه باندي 16 نړۍ وال هوايي ډګرونه تړلي دي. د يو شمير نورو اروپايي هيوادونو هوايي ډګرونه هم له دغو ستونزو سره مخامخ دي. په لسګونو زره مسافر په هوايي ډګرونو کي ديره شوي او نه شي کولاي چي خپل ټاکبو ځايونو ته سفر وکړي.

په آيسلند کي د اور شيندني څخه وروسته چي هوا ته يي ايري ودوړولي، او اوس د يوي وريځي په څير د اروپا د هوايي قلمرو کابو ټوله فضا نيولي ده، د بريتانيا، سکندناويي هيوادونو او آلمان هوايي ډګرونه تړل شوي دي. ځکه الوتکي نه شي کولاي چي الوتني وکړي.

هغه خطر چي د ايرو وريځو الوتکو ته پيدا کړی ، د اروپا ډير هوايي شرکتونه مجبوره کړی چی خپلي الوتني بندي کړي. دا چي د آيسلند د اورشيندني بهير به کله بېرته سوړ شي د کارپوهانو په وينا، وړاند ويني يي سخته ده.

په آيسلند کي د اورشيندني څخه رامنځ ته شوي د ايرو وريځ
په آيسلند کي د اورشيندني څخه رامنځ ته شوي د ايرو وريځانځور: AP

د ايرو وريځ څه ډول وريځ ده؟

دی پوښتني ته د کارپوهانو ځواب دا دي چي دغه وريځ له ګرد، د ګاز ځګ او د اوبو له بخار څخه جوړ شوي يو ترکيب دی چی الوتکي باندي د «سپری» په څير شيندل کيږي او بيا سمدلاسه يي يخ وهي.

دا چي د ايرو دغه وريځ د الوتکو د الوتني لپاره څومره خطرناکه ده، کار پوهان وايي : «له اورشيندني يا آتشفان څخه په ډير ستر قوت سره هوا ته ايري دوړيږي او تر لس کيلو مترو پوري ارتفاع يا لوړ والي پيدا کوي. دغه ايره له يو ډول فلز چي سليکان ورته وايي جوړه شوی ده. سليکان د خپل خصوصيت له مخي په 1200 درجو سانتي ګرد حرارت سره مايع کيږي. دغسي يو حرارت د الوتکو په توربينو کي د الوتني په وخت کي موجود دي. کله چي سليکان اوبه شي، نو هغه د يوي شيشي په څٍير د توربين په څرخونو او د الوتکي د ماشين په چوکاټونو باندي لمن خوروي. په نيتجه کي د هوا جريان غوڅيږي. دا دي چي د الوتکي ماشين ځاي په ځاي دريږي».

له بلي خوا د الوتکي تيل چي کاروزين يي بولي، د سوځولو لپاره د هوا اکسيجن ته اړتيا لري. دغه اکسيجن په عادي هوا کي شته، خو کله چي هلته هوا کي د ايرو دغه وريځ خوره شي، د اکسيجن برخه ډيره کميږي، نو له دي کبله د الوتکي تيل هم نه سوځي. دا هم د دي لامل ګرځي چي ماشين په ټپه ودريږي.

خبری آژانسونه/ عبدالباری حکيم

کتونکی: احمد ولی اڅکزی