1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايرو EURO لپاره څوک چمتو دی ؟

۱۳۸۷ اردیبهشت ۲۰, جمعه

لس کاله د مخه د اوروپايی ټولنۍ په يو لسو هيوادونو کی آيرو چلیده. د آيروپروژه يو ډيره د هڅو وړ پروژه وه او ده .

https://p.dw.com/p/Dx9n
انځور: AP

او په تيره بیا په لمړی سرکی موخه دا وه چی بايده دی آيرو لکه د آلمان د هغه وخت د دي مارک د پیسو په شان قوی پيسی وې.

نن ورځ سړی وینۍ چی موخه ترسره شوۍ اوآيرو د نړۍ تر ټولو قوی پيسی دی.

اوس د اوروپایی ټولنۍ په ډیروزیاتو هيوادونه آیرو رسمی پیسی دی. مثلا يونان په 2001 میلادی کال کی د آیرو دهيوادونو په کتار کی ومنل شو. په 2007 ميلادی کال کی سلوانيا او په روان ميلادی کال کی مالتا او قبرس د آيرو دهيوادونو په کتار کی راغلل. د اروپايی ټولنۍ نور غړۍ هيوادونه هم به دی هڅه کی دی چی دآيرو دهیوادونو په کتار کی راشی.

مٍثلا سلوانيا به سر د راتلونکۍ میلادی کال د جنوری د مياشتی نه 16 اوروپایی هیواد وی چی هلته به آیرو رسمی پيسۍ وی. د اروپايی ټولنۍ د پولۍ چارو کميسارJoaquin Almunia وایی چی کيدای شی سلوانيا د آیرو د هيوادونو په کتار کی راشی ځکه چی هم د دغه هیواد بودجوی وضع ښه ده او هم ډیر پوروړی ندی.
خو د اوروپا مرکزی بانک چی مرکز یی د آلمان د فرانکفورت په ښارکی دی، او دغه بانک د آیرو د ثبات او استقرار دساتنی څارنه کوی ، به دی کی شک لری چی سلوانيا به دی پوخوالی ته رسيدلای وی چی دآيرو د هيوادونوپه کتار کی راشی.

د اروپا د مرکزی بانک په عقیده کیدای شی، په سلواکيا کی په راتلونکی کال کی د انفلاسیون يا د پيسو د ارزښت درالویدلو کچه ډیره لوړه وی. د آيرو د استقراراو ثبات د ساتنی د پاره مهم شرط په يوه هیواد کی دا دی چی هلته د موادو د بیۍ د جګوالی کچه ډيره لوړه نه وی.
تراوسه يواځی داوروپايی ټولنی کميسيون له دی سره موافقه کړۍ چی سرد لمړۍ کال د پيل څخه سلواکیا کولای شی، د آيرو دهيوادونو په کتار کی راشی.
بیا بايده دی چی د اوروپایی ټولنۍ د مال چارو وزيران له دی کار سره موافقه وکړی چی دا کار هم ښایی کیدونکی وی.