1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايساف لخوا د افغان ژورنالست د نيونې پر ضد افغان ژورنالستانو احتجاجي غونډي وکړې

۱۳۸۹ آذر ۱۳, شنبه

بهرنيو ځواکونو په خوست کې د پژواک خبري اژانس او سلام وطندار راډيو ځايي خبريال مالي خان يعقوبي کور پلټلى او نوموړى يې له ځان سره وړىدی. چي دغه کار د سيميزو ژورنالستانو لخوا سخت غندل سوی دی.

https://p.dw.com/p/QPgB
مالي خان يعقوبيانځور: DW

په خوست کې ميشتو بهرنيو ځواکونو تېره شپه د صبريو ولسوالۍ په يعقوبيو سيمې د مالي خان يعقوبي په کور عمليات کړي او نوموړى يې له خپلو څلورو وروڼو سره چې يو يې څو مياشتې وړاندې له بګرام زندان ازاد شوى و، يوه يې د خوست په ترانسپورت رياست کې دنده درلوده او يو بل ورور يې د عربي متحده اماراتو له مسافرۍ څخه راستون شوى و بهرنيو ځواکونو نيولي او له ځان سره يې بيولي دي. مالي خان يعقوبي تېرو څو کالونو راهيسې په سيمه کې د يوه ازاد خبريال په توګه فعاليت کوي، او تراوسه يې له بېلابېلو رسنيو سره دندې اجرا کړي دي.

په خوست کې د نړيوالو ،ملي او سيمه ايزو رسنيو ژورناليستانو په يوه احتجاجيه غونډه کې د مالي خان يعقوبي نيونه د بيان په ازدۍ باندې تيرى وبلی، او غوښتنه يې وکړه چې دغه ازاد خبريال دي ژر تر ژره ازاد کړل شي. د غونډې يوه برخه وال او په خوست کې د شمشاد تلويزيون خبريال بسم الله ارمان وايي چې مالي خان يعقوبي تل د افغان او ناټو ځواکونو په غونډو کې ګډون کړى او هر وخت يې په پوره بې طرفوالي د ورځينو موضوعاتو او امنيتي پيښو رپوټونه خپاره کړي دي. نوموړى وايي که چېرته يعقوبي بهرنيو ځواکونو ته مطلوب وو، نو دوۍ کړلى شول چې نوموړى يې خپلې نظامي اډې ته ورغوښتى واى.

د خوست پر خبريالانو سربېره د پکتيا او پکتيکا ولايتونو کې هم د بهرنيو ځواکونو لخوا د مالي خان يعقوبي دنيونې په غبرګون کې د غندنې غونډې جوړې شوي او له افغان دولت او بهرنيو ځواکونو څخه يې غوښتي چې نومړي دې ژر تر ژره خوشى کړي.

دا لومړۍ ځل نه دى چې په خوست کې د بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې يو ازاد خبريال نيول کيږي ، بلکې تېر کال هم په خوست د کليد راډيو خبريال نوراجان بهير او له هغې وړاندې د بي بي سي راډيو پخوانى خبريال کمال سعادات هم د بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې نيول شوي وو، چې بېرته ازاد شول.

راپور: فريدالله ظاهر

کتونکی: احمدولي اڅکزی