1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايساف لوي درستيز: ډير ژر به په افغانستان کي پوځي بدلون راسي

۱۳۸۹ مرداد ۲, شنبه

د آيساف لوي درستيزآلماني جنرال، Bruno Kasdorf:« زه هيله من يم چي ډيرژر په افغانستان کي هغسي پوځي تحولات رامنځ ته شي چي نړيوال ځواکونه يي غواړي.»

https://p.dw.com/p/OTnA
په افغانستان کي د آيساف، لوي درستيز آلماني جنرال، Bruno Kasdorf
په افغانستان کي د آيساف، لوي درستيز آلماني جنرال، Bruno Kasdorfانځور: AP

په اوسني وخت کي امنيتي وضعيت ناخوال ښکاري او داسي بريښي چي نه له افغانستان او نه هم له لويديځو سرتيرو سره بخت ياري کوي. د جون په مياشت کي د آيساف دومره سرتيري ووژل شول چي په 2001 کي د طالبانو د رژيم له نسکوريدو څخه را په دي خوا په يوه مياشت کي نه ؤ مړه شوي ؤ.

د دي ناورين لپاره جنرال Kasdorf دليل راوړي:

« دا په دي وجه چي د سرتيرو شمير ډير زيات شو. کله چي مونږ په تاريخ کي په نورو هيوادونو کي بغاوت ضد جګړو ته پام واړو، نو هلته هم دغسي يو بدلون ليدل کيږي. مونږ تل ويلي دي: مخکي له هغي چي وضعيت د ښه توپ په اور وخوځيږيو يو ځل ښايي ډير زيات خراب شي. مونږ د خپلي دي انګيرني لپاره ثبوت لرو.»

جنرال Kasdorf زياته کړه: مونږ د دغه وضعيت په دننه کي قرار لرو او وينو چي د سرتيرو مرګ ژوبلي زياتي شوي دي. او بل دا ، کله چي د ځواکونو په شمير کي زياتوايل راځي، ښکاره ده چي زور زياتيو کي هم زياتوالي راځي. خو بيا به وګورو چي دغه شمير بيرته په کميدو پيل کوي.

نوموړي آلمان جنرال د افغانستان په شمال کندوز کي چيرته چي د آلمان د پوځ د ماموريت ساحه ده، وضعيت په خاصه توګه دير حساس وګاڼه:

«هلته هم د زور زياتيو د زياتوالي شاهدان يو. خو په عين وخت کي زمونږ عمليات هلته په بريالي توګه پر مخ ځي. هلته مونږ په پوره قوت سره حضور لرو. د خاصو جنګي ځواکونو عمليات ډير بريالي دي. د دغو عملياتو په نتيجه کي به په ټول کندوز کي د افغانستان د حکومت واکمني بيرته اعاده شي.»

د افغانستان په شمال کی خاص عمليات د امريکا متحده ايالاتو د ځواکونو له خوا سرته رسول کيږي.سر بيره پر دي هلته يو بله وسيله هم لاس لاندي ده چي د زور زياتيو ټغر ټول شي: هغه دا چي د هغو کسانو لپاره چي له مجبوري ورځي طالب اورپکو سره يو ځاي شوي، د مدني ژوند، د کار اوبار، درس او تعليم او حيني نور داسي شرايط براببرل په پام کي دي. دا پلان د افغانستان د حکومت له خوا جوړ شوي او مالي منابع لویدځ ورته برابر کړي دي.

د آيساف آلماني جنرال Kasdorf دغه پلان ګتور بولي او وايي:

«که چيري دغه ډول خلکو سره خبري وشي او ، پوه کړاي شي چي خبره څه ده، او د يو هيله بښونکی ژوند شرايط ورته چمتو کړاي شي، هيله ده چي هغوي خپلي وسلي په ځمکه کيږدي او اعلان وکړي چي: نور زياتي بس ده مونږ جګړه نه کوو ، مونږ خپلو کورنيو ته بيرته ستنيږو. تر کومه ځاي چي ليدله شوي ده، په دي برخه کي نښي نښاني زياتي دي. اوس خبره دا ده چي دغه پروګرام په معقوله توګه پلي کړاي شي. خو ډير زيات بايد احتياط وشي چي له دي پروګرام خخه ناوړه استفاده ونه شي.»

د آيساف لوي درستيز، جنرال Kasdorf د خپلي مرکي په پاي کي وايي:

که چيري سړي په هوښتيار تيا سره عمل وکړي نو کيداي شي چي د طالبانو له ليکو څخه جنګيالي وايستل شي، او په اوږده موده کي د هغوي ريښي له بيخه وچي شي.

کاي کيوستنر/ عبدالباري حکيم

کتونکي: احمد ولي اڅکزي