1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايطاليی نوی لمړی وزير برلوسکونی غواړی افغانستان ته لانور عسکر واستوی

۱۳۸۷ اردیبهشت ۲, دوشنبه

دی لا تر اوسه د ايطالیی د لمړی وزارت په څوکی ندی ناست، خو غواړی چی د دغه هيواد بهرنی سياست په اصطلا بیخی په بل اړخ راواړوی .

https://p.dw.com/p/DlT6
Silvio Berlusconi
Silvio Berlusconiانځور: picture-alliance/ dpa

71 کلن زيلويو برلوسکونی غواړی پخوانی محورونه بيرته فعال کړی او ځنګه چی ايطالوی کيڼ لاسه ورځپاڼه L, Unita ليکی، برلوسکونی غواړی چی د فرانسی دولس مشر سرکوزی په شان د اتو سترو صنعتی هيوادونو دمشر په توګه خپل ډيپلوماسی توانمندی وښه يی .

دی غواړی په اقتصادی ډګر کی تر هرڅه ړومبی د فرانسی د ولس مشر نيکولای سر کوزی سره دال ايطلیا د هوايی شرکت نجات په موضوع باندی خبری وکړی او بيا ولادمير پوتين ته بلنه ورکوی چی د ده په ماڼئ کی ورسر ه وګوری .
او بيا به په نژدی راتلونکی کی برلوسکونی په سپينه ماڼۍ کی د جور ج ډبليو بوش ميلمه وی . برلوسکونی هغه څوک و، چی عراق ته يی عسکر استولی و ، خو بيا د ايطالیی منځ پلوه لمړی وزير رومانو پرودی له عراق څخه ايطالوی عسکر بیرته راغوښتی و .

داسی ښکاری چی لمړی وزير برلوسکونی غواړی د واشنګتن او ناتو د هیلۍ سره سم د نړیوال سوله ساتونکی ځواکونو په چوکاټ کی افغانستان ته هم زيات عسکر واستوی.