1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايټاليا ساحلي ساتونکو ۵۰۰۰ مهاجر له ډوبيدو ژغورلي

۱۳۹۶ اردیبهشت ۳۱, یکشنبه

د ايټاليا او ليبيا ساحلي ساتونکو له په ۳ ورځو کي په قايقونو کې سپاره ۵۰۰۰ مهاجر په مديترانې سمندرګي کې له ډوبيدو ژغورلي دي. د ايټاليا پوليسو ويلي دي چې د ژغورنې د عملياتو پر وخت يې د يو مهاجر مړی هم موندلی دی.

https://p.dw.com/p/2dJyl
Bootsflüchtlinge aus Kuba
انځور: picture alliance/dpa

د پسرلي موسم او د هوا په توديدو سره اوس د هغو مهاجرو په شميره کې زیاتوالی راغلی دی چې د سمندر له لارې اروپا ته ځانونه رسوي.

ډیری دغه مهاجر د افريقايي هيوادونو پوري اړوند دي چې د ليبيا له سواحلو څخه د قايقونو په ذريعه ايټاليا ته رسيدلي دي. د سړئ هوا، اوږد سمندري مزل او د تخنيکي ستونزو له امله د مهاجرو ليږدونکې کشتیانې په اوبو کې ډوبيږي هم، خو په ډیرو حالاتو کې د ساحلي ساتونکو لخوا ژغورل کيږي.

د ايټاليا د پوليسو پر حواله، يوازې د تيرې پنجشبنې په ورځ ۲۹۰۰ تنه مهاجر چې په قايقونو کې سپاره ول ژغورل شوي دي. له دې ډلې څخه ۲۳۰۰ تنه يې چې په نړيوالو اوبو کې ژغورل شوي ايټاليا ته رسول شوي او پاتې نور يې چې د ليبيا په اوبو کې ژغورل شوي ول، بيرته دغه هيواد ته ګرځول شوي دي.

په دې لړ کې د روان ميلادي کال له پيله راپديخوا له ۴۶ زرو څخه زيات مهاجر ايټاليا ته رسيدلی دي. دغه شمير د تير کال همدې مودې په پرتله ۳۰ سلنه زياته ده. په دغې خطرناکه لاره مرګونې پیښې هم تکرار شوي دي.

د مهاجرت نړيوالۍ ادارې (آي. او. ايم) د رپوټ په حواله، د روان ميلادي کال له پيل څخه راپديخوا نژدې ۱۲۵۰ تنه انسانان د ليبيا په سواحلو کې مړه شوي دي.

له افريقايي او منځني ختيځ هيوادونو څخه مهاجر لمړی ليبيا او بيا له دغه ځايه د مديترانې سمندرګي د شاوخوا ۳۰۰ کيلومتره خطرناکې لارې په وهلو ايټاليا ته رااوړي.

د ملګرو ملتونو د رپوټ پر حواله اوسمهال په ليبيا کې له ۸۰۰ زرو تر يو ميليون پورې مهاجر اروپا ته د تلو په تمه ميشت دي. دوي د هر ډول خطر په منلو دې ته حاضر دي چې حتې د نامناسبو قايقونو په ذريعه له سمندري لارې خپل ځانونه اروپا ته ورسوي.

په دغو مهاجرو کې تر ټولو زيات يې د هغو هيوادونو دي، چې د افريقا صحرا په سويل کې واقع دي. اوس مهال د ليبيا په بندي خانو کې له ۷۰۰۰ تر ۸۰۰۰ زرو پورې داسې مهاجر بند پاتې دي چې د سفر لپاره معتبر اسناد په لاس کې نلري.

afpd/hm