1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايټاليا لومړي وزير د استعفا اعلان وکړ

۱۳۹۵ آذر ۱۵, دوشنبه

د ايټاليا لومړي وزیر له هغه وروسته له دندې څخه د گوښه کېدو اعلان وکړ، چې په يوه ریفرنډم کې خلکو د ده له خوا په اساسي قانون کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو وړانديز رد کړ.

https://p.dw.com/p/2Tjjw
Italien | Ministerpräsident Matteo Renzi kündigt nach gescheitertem Referendum seinen Rücktritt an
انځور: Reuters/T. Gentile

لومړي وزیر ماتيو رینسي، په روم کې وويل چې په اساسي قانون کې د اصلاحاتو راوستلو په اړه ټولپوښتنه کې د ناکامۍ ټول مسئوليت پر غاړه اخلي. ده وويل چې د اصلاحاتو مخالفينو «ښکاره» بري ترلاسه کړی او له همدې امله دی نن، دوشنبه (د ۲۰۱۶م کال د دسمبر ۵ نيټه) ولسمشر سيرگيو ماتاریلا ته خپله استعفاء وړاندي کوي.

هغه دغه څرګندوني د ريفرنډم تر لومړيو نتايجو لږ وروسته وکړې. د دې پايلو پر اساس د ايټالويانو اکثريت د هغو وړانديزونو پر ضد خپله رای وکاروله چې موخه يې د حکومتولۍ په برخه کې آسانياوي رامنځته کول او د قانون جوړوني پر وړاندي د موجودو خنډونو له منځه وړل ول. کابو ۶۰ سلنه رای اچونکو د دې وړانديز پر ضد او ۴۰سلنه یې په پلوۍ خپلې رای وکارولې.

د اساسي قانون د دې اصلاحاتو موخه چې د رينسي د کابينې د اصلاحاتو د وزیري ماريه الينا بوشي له کبله ورته «بوشي اصلاحات» ويل کيږي،  د پارلمان د دوو خونو په سسټم کې آسانتياوې رامنځته کول ول. د دې له مخې به د سنا مجلس د غړو شمير له ۳۱۵ څخه ۱۰۰ ته راکښته شوی وای او سنا مجلس به نور د ولس له خوا نه ټاکل کيدلای.

سربيره پر دې به سنا مجلس د قوانينو د تصويبولو حق هم له لاسه ورکړی وای. رینسي ادعا کوله چې له دې لاري به د حکومت په مخ کې پراته دوامداره خنډونه له منځه ولاړ شي. د دې اصلاحاتو اصلي هدف دا وو چې په ايټاليا کې د حکومتونو د ژر بدليدو مخه ونيوله شي او د نوو قانونو د جوړولو موده رالنډه شي. په ايټاليا کې له ۱۹۴۸م کال راهيسې په ټوليزه توګه۶۰ حکومتونه بدل شوي.

د نوي ګډوډۍ ويره

تر ريفرنډم مخکي کارپوهانو د اساسي قانونو د اصلاحاتو ردولو په صورت کې د ګډوډۍ رامنځته کيدو څخه خبرداری ورکړی وو. ايټاليا چې ډير پوروړی هم دی، سياسي بې ثباتي يې کيدای شي له رکود سره مخ اقتصاد لا پسې اغیزمن کړي او د «مونته دای پاچي دي سينا» په څیر له کړکيچ سره مخامخ بانکونه له لا نورو ستونزو سره مخامخ کړي. سربيره پر دې دا انديښنه هم موجوده ده چې عوامپالونکي ګوندونه د مثال په توګه پنځه ـ ستوري ـ احتجاجي غورځنګ او د پرديو ضد شمالي ليګ پرمختګ وکړي.

رينسي تمه درلودله چې د اصلاحاتو په منل کيدو سره به په اروپا کې د ايټاليا دريځ پياوړی شي. د ده او «پارتيه ډیموکراتيه» په نوم سوسيال ديموکرات ګوند له پاره يې دا تر دريو کالو حکومت وروسته يوه ستره ناکامي ده.۴۱کلن رینسي د ۲۰۱۴م کال په فرورۍ مياشت کې د هيواد په تاريخ کې د تر ټولو ځوان صدراعظم په توګه په کار پیل کړی وو.

اپوزيسيون نوې ټاکنې غواړي

تر ريفرنډم مخکي لا ښی اړخه عوامپال شمالي ليګ ځان ته د ګټونکي په سترګه کتل. د ګوند مشر ماتيو سالویني تر رای اچوني د مخه وويل: «که چیري وړاند وينې سمي ثابتي شي نو دا به د قدرت لرونکو ځواکونو پر وړاندي د ولس بری وي.» نوموړي د نويو ټاکنو غوښتنه وکړه. همدا راز پنځه ـ ستوري ـ احتجاجي غورځنګ هم  ژر تر ژره د ټاکنو غوښتنه کوي.

د ايټاليا مشر به څه کوي؟

د ټولو سترګې اوس د ايټاليا مشر ماتاريلا ته دي. دی بايد اوس پريکړه وکړي چې څه بايد وشي. دی کولای شي د لومړي وزیر استعفا ومني او يا یې هم رد کړي. دا امکان هم شته چې په ۲۰۱۸م کال کې د نوي پارلمان تر ټاکل کيدو پوري يو موقتي يا د کارپوهانو يو حکومت رامنځته شي. خو دا هم امکان لري چې په راتلونکي کال کې نوي انتخابات شي.

رينسي تر ټاکنو دمخه ويلي ول چې په يوه موقتي حکومت کې به شامل نه شي. د فلورینز دا پخوانی ښاروال په خپل ګوند کې هم ډير ملاتړ لري. ډير وګړي هم وايي چې دی هيڅکله د ولس له خوا نه وو ټاکل شوی، بلکي خپل سلف يې د دندې پريښودو ته مجبور کړی وو. خو سره له دې هم دا ډير امکان شته چې په راتلونکو ټاکنو کې به دی د «پارتيه ديموکراتيه» ګوند کانديد وي.