1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايټاليا نوی صدراعظم د حکومت په جوړولو بوخت دئ

۱۳۹۰ آبان ۲۳, دوشنبه

د ايټاليا د نوي صدراعظم په توگه ټاکل سوي ماريو مونټي، د حکومت په جوړولو پيل کړی دئ. د هغه په وړاندي د پورونو د کړکېچ څخه د هیواد ژغورلو دنده پرته ده. دا هغه کار دی، چي بيرلسکوني يې استعفا ته مجوره کړئ.

https://p.dw.com/p/13A83
د ايټاليا نوی لومړی وزير ماريو مونټي
د ايټاليا نوی لومړی وزير ماريو مونټيانځور: picture alliance/dpa

د ايټاليا ولسمشر پريکړه کړې، چي د ۲۰۱۳ کال ترپايه به دغه نوی حکومت، چي د اشخاصو په اړه ئې لا تر اوسه معلومات نسته د هیواد چاري پر مخ يوسي.د نوي موقتي حکومت د مشر په توگه به ماريو مونټي چاري پر وړي.

د ايټاليا ولسمشر جيورجيو ناپوليټانو غواړي، چي خپل هیواد د پورونو له کړکېچ څخه ورغ رمټ را وباسي.

«سر له سبا نيولې د اپريل د مياشتي تر پای پوري به شاوخوا دوه سوه مليارډه يورو پور پر موږ باندي وي. په دغسي يو حالت کي دا ډيره مهمه ده چي نوي ټاکني ونه کړو، او په دې ډول د واک د خلا د رامنځته کېدو مخه ونيسو. ټول هغه سياسي ګوندونه او مدني ځواکونه چي د خپل هيواد ښېگڼه ورته مهمه ده، زما له دې ګام سره بايد تفاهم ولري.»

د ليګا نورډ يا شمالي ليګ په نامه د فساد ضد ګوند او د بيرلسکوني د پي ډي ال ګوند غواړي، چي ژر تر ژره ټاکني ترسره شي.

خو د يکشنبې په ماښام د پي دي ګوند د دولت له مشر سره په خبرو کي دا روښانه کړه چي دوی په ځانگړيو شرايطو سره د ماريو مونټي ملاتړ وکړئ.

دوی غواړي، چي د موقتي حکومت وخت وټاکل سي او د اروپايي ټولني د اصلاحاتو د غوښتنو د عملي کولو په موخه کار وکړي.

دغه ډول مقررات به مونټي ته د ده نوې دنده ډيره ستونزمنه کړي. خو د مايلنډ دغه پروفيسر هم د دا ډول ستونزو د حلولو تجربه لري.

نوموړی د ۱۹۹۴تر ۲۰۰۴ميلادي کاله پوري د اروپايي ټولني کمېسار وو. دی د يو څه وخت له پاره په بروکسل کي تر ټولو ځواکمن تن بلل کېدئ، ځکه چي ده د شرکتونو تر منځ د تجارتي سياليو د کمېسار په توګه د لويو شرکتونو سره سرو کار او ځيني وختونه لانجي درلودې.

نوی لومړی وزير وايي، چي اوس بايد د ايټاليې د راتلونکي غم وخوړل سي.

« زموږ ټولي هڅي به د ايټاليې د مالي وضعي د ښېګڼي له پاره وي. موږ غواړي د ټولنيز توازن په نظر کي نيولو سره بيرته د ودي پر لار روان شو. موږ مکلف يو چي خپلو ماشومانو ته د هيلو يوه ډکه راتلونکې جوړه کړو.»

سيلويو بيرلسکوني په خپله وروستۍ تلويزيوني وينا کي د خپلي استعفا په هکله وويل، چي نوموړی دغه اقدام د مسئوليت د احساس درلودو په وجه وکړ. ده زياته کړه چي په پارلمان کي ئې اکثريت هيڅ وخت هم دلاسه نه و ورکړی.

« دې زه ډير خفه کړم، چي زما د دندي د گوښه کېدو تر اعلان وروسته شپېلۍ ووهل سوې او ما ته ښکنځل وسول. خو ددې يو څو سوو مظاهره کونکي پرته په ميليونونو ايټالويان په دې پوه دي، چي موږ د خپل کورني او نړيوال مالي بحران څخه د ساتني په موخه له هر امکانه څخه کار وا خيستی.»

بيرلسکوني وويل، چي دی به سياست پرېنږدي او په پارلمان کي به د هيواد د ښه راتلونکي له پاره خپلي هلي ځلي لا زياتي کړي.

آژانسونه/ برېښنا صابر

کتونکی: نجيب الله زيارمل