1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايټالیا صدراعظم ماریو مونتي خپله استعفأ اعلان کړې

۱۳۹۱ دی ۲, شنبه
https://p.dw.com/p/177wa

د ایټالیا صدراعظم ماریو مونتي، خپله استعفأ اعلان کړې ده. ده خپله استعفأ ولسمشر ګیورګیو ناپولیتانو ته وړاندي کړه. تر دې مخکې د ايټالیا پارلمان په روم کي د راتلونکي کال بودجه په ښکاره اکثریت سره ومنله. مونتي دوې اونۍ وړاندې لا د استعفأ د ورکولو اعلان کړی وو، ځکه چي ده د خپلو اصلاحاتو له پاره په پارلمان کي ملاتړ نه و تر لاسه کړی. د پخواني صدراعظم سلویو بیرلسکوني ګوند له ده څخه خپل ملاتړ اخیستی وو. مونتي د خپلي استعفأ په واسطه د نوو انتخاباتو له پاره لاره هواره کړه، چي کیدای شي د راروان کال د فبروری پر ۲۴ نیټه تر سره شي. دا چي مونتي به په دغو انتخاباتو کې ونډه واخلي او که نه دا خبره به د یکشنبې په ورځ ښکاره شي.