1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د« اِس او اِس» سازمان خپله۴۰ کلیزه ولمانځله

۱۳۹۰ آبان ۵, پنجشنبه

دغه سازمان په ۴۷ افریقایې هیوادونو کي ۱۳۱ مرستندویه ادارې لري او د لسهاوو زرو کوچنیانو او د هغو د کورنیو سره مرستي کوي.

https://p.dw.com/p/130NC
د کوچنیانو کلې یا د «اس او اس» سازمان
د کوچنیانو کلې یا د «اس او اس» سازمانانځور: DW

د « ۱۹۷۱» میلادي کال د اکتوبر د میاشتې پر شلمه نېټه د عاج په ساحل کي د کوچنیانو د کلي په نامه د « اِس او اِس» سازمان خپله لومړنۍ اداره پرانیستلې وه. د هغه راهیسی څلوېښت کاله تېر سوي دي.

که څه هم دغه سازمان تر آسیا او لاتینې امریکې وروسته په افریقا کي خپلۍ ادارې پرانیستلي دي، خو بیا هم د افریقا په ښکر کي د کوچنیانو سره د مرستی په برخه کی دغه اداره په یوه مهم مرکز باندی اوښتې ده.

مارګریت نکروما چی د ګانا د هیواد څخه ده د ۲۰۰۸ کال راهیسي د دغي بین المللی اداری مشره ده. دې مخکی له هغه د ګانا او زمبابوې په مکتبونو کی د ښوونکې په حیث کار کاوه. د دې د پاره د کوچنیانو زده کړه او تحصیل تر ټولو مهمه خبره ده.

« زما د پاره زده کړه او تحصیل د پرمختګ په برخه کی د یوې کلي ارزښت لري. بې له تعلیم او تحصیل څخه مونږ نه سو کولای یو قدم مخ ته ولاړ سو. په افریقا کی په میلیونونو کوچنیان نه سي کولای مکتب ته ولاړ سي، نو ځکه د « اِس او اِس» په نامه دغه ابتدایی مکتبونه، وړکتونونه او مسلکي مکتبونه به د دوی د پاره ډېر کومک وکړي.»

تر ټولو زیات په سومالیا کی وضعه ډېره خرابه ده. په اوس وخت کی هلته ۲۵۰ تنه سومالیایان د دغه سازمان په ادارو کی کار کوي.

په دغه هیواد کی چی داخلی جنګونه او انارشي حاکمه ده او دغه سازمان د ۱۹۸۵ کال راهیسي فعالیت کوی . د هغه مشر ویسلو څیل داسي وایی:

« دا د تعجب ځای دی چی پس له شلو کلونو څخه بیا هم زموږ د سازمان په مقابل کی احترام ډېر سوی دی. د دغه سازمان ادارې تر اوسه پوری زیانمنې سوي دي.

که څه هم زړې سوي دي او په دې وروستیو ورځو کي خو لاسی بمونه هم ور وغورځول سول ، خو بیا هم موږ په ډېر احتیاط سره خپل کارونه پر مخ بیایو، تر څو د شرایطو سره سم عمل وکړو.»

په موګادیشو کی هم « د اس او اس» په نامه مرستندویه سازمان خپل کلینیکونه جوړ کړي دي تر څو د مور او د هغه د کوچني د پاره لازمې مرستې تر سره کړي. په دغه ځای کی د کاله ۳۰ زره امېدواره میندې او ۳۰۰ زره کوچنیان تر درملنې لاندی نیول کیږي .
اژانسونه / ګلغوټې( پوپل)
کتونکې/ شمس الرحمان (ناصر)