1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اکتوبر د نهمي مظاهرې د آلمان د آزادۍ بنسټ وو

دويچه ويله/ گل غوټۍ پوپل۱۳۹۳ مهر ۱۷, پنجشنبه

په ۱۹۸۹م کال کي د هرهيدوشنبې په ورځ مظاهرو د آلمان ديموکراتيک جمهوريت پاي ته رسيدو ته نوره هم لاره هواره کړه. که څه هم په لايپڅيگ ښار کي د اکتوبر پر ۹مه مظاهره لومړۍ نه وه، خو د دغه تحول تر ټولو لويه مظاهره بلل کيږي.

https://p.dw.com/p/1DSUG
انځور: picture-alliance/dpa

په ۱۹۸۹م ميلادي کال کي د اکتوبر مياشتي نهمه نېټه د آلمان او ټولي اروپا له پاره د آزادۍ د ورځي په معنی ده. په دغه ورځ چي د دوشنبې ورځ وه ۷۰ زره کسان په لايپڅيگ کي سره راټول سوي ول، څو د ديموکراتيک آلمان د هغه وخت دولتي گوندSED پر ضد مظاهره وکړي.

دوي د هغه وخت د کمونيستي واکمنانو پر ضد د «موږ يو اولس» تر نامه لاندي شعارونه ورکول. دغه مظاهرې د هغه وخت د سياسي بيرو او مرکزي کمېټې پرضد تر سره کيدلې چي د هغه غړي نه پوهيدل چي اولس څه غواړي.

مظاهر کوونکو د آزاد ژوندانه، په ټولنه کي آزادي او تر ټولو مهمه دباندي ته د سفر کولو د آزادي غوښتنه کوله. دغه ډول مظاهرې يوازي په لايپڅيگ پوري محدودي پاته نه سوې، بلکي د آلمان په نورو ښارونو لکه هاله او آيزن هيوتن شتت کي هم په لسونو زرو کسانو د ديموکراتيک آلمان د حکومتي سيستم پرضد او اکثره وخت په غير قانوني توگه د مظاهرو له پاره سړکونو ته ووتل.

د ۱۹۸۹م کال د اکتوبر مياشتي د نهمي نېټې مظاهرې د آلمان د آزادۍ د بڼسټ لومړنۍ ډبره وه چي کښېښودل سوه. دا هغه ورځ وه چي اويا زرو کسانو ددې جرأت پيدا کړ چي په ښکاره ډول د DDR پرضد د «نه» ږغ پورته کړ.

دا د هغو سوله ييزو مظاهرو لومړۍ ورځ وه چي د څلورو اونيو له پاره يې د نوومبر مياشتي تر نهمي نېټې پوري دوام درلود او په نتيجه کي د برلين ديوال د چپه کيدو سبب سوې.

دغه مظاهرې په حقيقت کي د هغو پاڅونونو ادامه وه چي په۱۹۸۰م کال کي د خپلواکو صنفي اتحاديو له خوا د پاپ دوهم جان پال په ملگرتيا پيل سوي وې او بلاخره يوازي په څلورو اونيو کي په عين وخت کي په پولند، چک، سلواک او هنگري کي خپل اوج ته ورسيدې. يعني اولس د کمونيستي ديکتاتور پر ضد يو لوي پاڅون وکړ.

د اکتوبر مياشتي تر نهمي نېتې دوې ورځي دمخه لاDDR خپل د دولت د جوړېدو۴۰ کلني په پوځي پرېټ او شاندارو مراسمو سره ولمانځله. خو دوي د تحول په هکله د اولس غوښتني له پامه غورځولي وې. دوی په سوله ييز ډول مجبوره سول چي د هغوی غوښتنو ته تسليم سي.

د اکتوبر مياشتي پر نهمه نېټه د شرقي آلمان نوم نور يو تاريخ وگرځيد. څلور اونۍ سوله ييزو مظاهرو او غونډو ادامه پيدا کړه او وروسته نو د آلمان او اروپا تر منځ بېلتون ته د پای ټکی کښېښوول سو.

د اکتوبر نهمه نېټه د آلمان د آزادۍ هغه ورځ شميرل کيږي چي د ختيځ آلمان اولس او په تيره بيا د لايپڅيگ اوسيدونکي ورباندي وياړي. دا هغه ورځ وه چي نور اولس له يکتاتوري نظامه په بيره کي نه وو.