1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اکتوبر17: د فقر او بې وزلۍ په وړاندې د مبارزې نړيواله ورځ

۱۳۸۷ مهر ۲۵, پنجشنبه

په دې نړی کې له نيمايي څخه زيات انسانان له غريبۍ او فقر سره لاس او ګريوان دی. د دوی زياتره په چپه خوله د ژوندی پاتې کيدو په خاطر په ورځنی مبارزه اخته دی.

https://p.dw.com/p/FbF8
انځور: AP

د اکتوبر د مياشتې 17 نيټه د ملګرو ملتونو له خوا د فقر او بې وزلی د له منځه وړلو د نړيوالې ورځې په نامه نومول شويده څو ددې نړی فقيرو بې وزلو او له نظره لويدلو کسانوته جرأت ورکړی چې د ورځنی بدمرغی په وړاندی مقاومت وکړای شی.

فقر، بی وزلي او له نظره لويدنه د بشری حقونو د ساتونکو له خوا تل د بشر د دوو ډيرو بد برمته والی په ډول په ګوته شويدی. څوک چې په فقر کې ژوند کوی، بايد تل لوږه وزغمی، ناروغی پسی اخيستی وی او زده کړې ته لږ لاره مومی. په دې خاطر ملګرو ملتونوپه سخت فقر او بې وزلۍ، لاس بری خپله اصلې موخه ګرځولې ده. ملګری ملتونه داسې انګيری چې په نړی کې له يومليارد نه زيات کسان بايد د ورځې په يوه امريکايي ډالر خپله ګوزاره وکړی.

«هر چيری چې خلک په دې محکوم شوی چې په خوارۍ کې ژوند وکړی، بشری حقونه تر پښو لاندې کيږی. په ګډ قوت دې ته پام اړونه یو مقدس يا سپيڅلی مسؤليت دی.»

Fortschreitende Wüstenbildung Trockenheit in Äthiopien
م م: په نړی کې له يومليارد نه زيات کسان بايد د ورځې په يوه امريکايي ډالر خپله ګوزاره وکړیانځور: dpa

په همدې باور د 1987 کال د اکتوبر د مياشتې په 17 نيټه پیری جوزيف وريسينسکی بريالی شو چې د پاريس په هغه ډګر کې چې په 1948 زيږديز کال کې د بشری حقونو عمومی اعلاميه خپره شوی وه 100.000 تنه راټول کړی. يوه موخه وه چې د لوږې او تيري قربانيانو ته پام واړول شی. تر ټولو مخکې غوښتنه دا وه چې له قربانيانو سره خواخوږی وشی او روښانه شی چې فقر هغه برخليک نه دی، چې مخه يی ونه نيول شی. جوزيف وريسينسکی په 1957 زيږديز کال کې د اې تي دي د نړيوالې ټولنې بنسټ کيښوود. چې د هغې په نوښت د ملګرو ملتونو سازمان د 1992 زيږديز کال د اکتوبر په 17 نيټه دغه ورځ د فقر او بې وزلۍ د له منځه وړلو د نړيوالې ورځې په نامه ياده کړه.

سږ کال ملګري ملتونه غواړی د فقر او بې وزلۍ په وړاندې د مبارزې په نړيواله ورځ د نړيوالو پام په فقر او بې وزلۍ کې د ښکيلو انسانانو انسانی کرامت ته راواړوی. مناسبت يي هم د بشر د حقوقو د اعلاميې د خپريدو 60 کليزه ده.

ملګری ملتونه په دې اړه په يوه نظر دی چې د بشری حقونو د تر پښو لاندې کولو لامل او پايله فقر او بی وزلی کيدای شی. د ملګرو ملتونو د اقتصادی او ټولنيزو چارو ديپارتمنت په ډاګه کوی، هغه ټولنيز جوړښت چې د بشر او آزادی په بنسټيزو حقونو ولاړ وی، له فقراو بې وزلۍ نه پرته ژوند ممکنوی. نړيوالې ټولنې منلې ده چې پرته له دې نه به اخته وګړی له ټولنې نه ليرې کيږی او ډير لږ کسان به يي له دې نه خبر وی چې له خپلو حقونو نه ساتنه او دفاع وکړی.