1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایبولا د قربانيانو شمېر ۷۰۰۰ ته ورسید

شمس الرحمن ناصر / آژانسونه۱۳۹۳ آذر ۹, یکشنبه

په لوېديځو افریکایې هیوادونو کې د ایبولا له امله د وژل شوو کسانو شمیر نژدې ۷۰۰۰ تنو ته ورسید. دغه ارقام د شنبې په ورځ د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) په رسمي انترنيټپاڼه کې خپاره شوي دي.

https://p.dw.com/p/1DxCh
انځور: Getty Images/Peter Busomoke

دغه رپوټ چې د شنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د نوامبر۲۹) خپور شوی دی ښيي چې د ایبولا وایروس له امله د وژل شوو کسانو شمیر ۶۹۲۸ تنو ته رسیدلی دی. دغه شمیر له هغې شمېرې سره نزدې ۱۲۰۰ کسان توپير لري چي د چهار شنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د نوامبر ۲۶) د روغتيا د نړيوال سازمان له خوا خپرې شوي وې.

په هغه وخت کې د وژل شوو کسانو شمیر ۵۶۷۴ تنو ته رسیدلی وو. د روغتیا نړيوال سازمان په خپل رپوټ کې د ایبولا وايروس د قربانیانو شمیر د يودمي لوړوالي دلیل روښانه کړی نه دی.

دغه وایروس تیرکال په مارچ میاشت کې د افریکایې هیواد گینیا په جنوب ختیځ کې په لیري پرتو ځنگلي سیمو کې کشف شوی وو. له هغه وخت راهيسي تر اوسه پوري تر ۱۶۱۶۹ ډیر انسانان دغه وایروس زیانمن کړي دي. د دې وایروس له کبله تر ټولو ډیر زیانمن شوي هیوادونو گینیا، لايبیریا او سیرالیون دي.

لايبيريا تر ټولو زيات انساني زيان ليدلی

د روغتيا نړيوال سازمان د پخواني رپوټ پر بنسټ سربیره پر دغو دریو هیوادونو په پنځو نورو هیوادونو کې هم په ایبولا وایروس باندي خلک اخته شوې دي، چې شمیر يې ۱۵ تنو ته رسیږي.

د نوو شمیرو له مخې تر ټولو ډیر انسانان په لايبیریا هیواد کې وژل شوې دي چې شمیر یې ۴۱۸۱ تنو ته رسیږي. همدارنگه په دغه هيواد کې په ایبولا وایروس د اخته کسانو شمیر ۷۲۴۴ تنو ته رسیږي.

په سیرالیون کې د ایبولا له امله د وژل شوو کسانو شمیر ۱۴۶۱ او په دغي ناروغۍ د اخته کسانو شمیر ۶۸۰۲ ته رسیږي. په گینیا کې د اغیزمن شوو کسانو شمیر ۲۱۲۳ او د وژل شوو شمیر ۱۲۸۴ تنو ته لوړ شوی دی.

د روغتيا نړيوال سازمان دغه رپوټ چې د شنبې په ورځ خپور شوی دی یوازي په گینیا، سیرالیون او لايبیریا کې د دغه وژونکي ناروغۍ له امله د وژل شوو کسانو شمیر پکښې ښوول شوی دی.

د نوامبر میاشتي د ۲۶ نېټې په رپوټ کې په مالي هیواد کې هم د ایبولا اته پيښي تائید شوي دي، چې له هغو څخه ۶ یې د وژني پيښي دي.