1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایبولا په ویروس د شپږو نورو تنو د اخته کیدو خبر ورکړل شوی

۱۳۹۱ مرداد ۱۰, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/15gxN

د یوگنډا په ختیځ کې د ایبولا په وژونکي ویروس د نورو شپږو تنو د اخته کیدو خبر ورکړل شوی دئ. زیاته شوې ده چې دغه کسان په روغتون کې داخل کړای شوي دي. د دغه وژونکي ویروس خوریدل شاوخوا درې اونۍ وړاندې پیل شول. داسې رپوټونه هم ورکړل شوي دي په دغه سیمه کې په یو شمیر کلو کې خلک له دغه ویروس څخه اغیزمن شوي دي.

د یوگنډا د روغتیایي چارو وزارت او د ملگرو ملتونو د روغتیا نړیوالۍ ادارې WHO له خوا په دې میاشت کې د دغه ویروس له امله د ۱۴ تنو د وژل کیدو خبر تائید شوی دئ. ویل کیږي چې د ایبولا ویروس لا علاجه دئ او نه ئې هم تر اوسه واکسین شته. دغه ویروس له یو انسان څخه بل ته د نزدي شخصي اړیکو له امله انتقالیږي.