1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران او اتومي انرژۍ نړیوال سازمان تر منځ خبرې پای ته ورسیدې

۱۳۹۱ دی ۲۹, جمعه
https://p.dw.com/p/17Mqm

په تهران کې د اتومي انرژۍ د نړیوال سازمان IAEOاو ايران تر منځ دوه ورځینۍ خبرې اترې له کومې مشخصې پایلې پرته پای ته ورسیدې.
ايراني دولتي ټلویزیون یوازې ویلي دي چې خبرې اترې به د فبروري میاشتې په نیمایي کې دوام پیدا کړي.

متحده ایالاتو او اروپايي ټولنه شک لري چې ایران غواړي اتومي وسلې جوړې کړي، خو ایران تل دغه خبره ردو او وایي چې اتومي پروګرام یې یوازې سوله ییز اهداف تعقیبوي.