1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران د اتومي پروګرام په خبرو کې نوی ضرب الاجل وټاکل شو

۱۳۹۴ تیر ۲۱, یکشنبه

ایران او د دغه هیواد د اتومي پروګرام پر سر په خبرو کې ښکیلو هیوادونو یو پر بل باندې د خنډونو رامنځ ته کولو تورونه لګولي. دواړه اړخونه وایي چې ځینې موضوعګانې نا حل شوې پاتې دي او دا چې په بیړې به یو توافق رامنځ ته نه شي.

https://p.dw.com/p/1FxOe
Wien - Atomgespräche mit dem Iran
انځور: Reuters/C. Barria

امریکا متحده ایالاتو او ایران ګواښ کړی دی چې په ویانا کې د تهران د اتومي پروګرام پر سر له روانو خبرو اترو څخه به بهر شي. ایران او شپږو نړیوالو ځواکونو چې امریکا متحده ایالات، بریتانیا، فرانسه، چین او آلمان په کې شامل دي د دوشنبې ورځ د یوه توافق رامنځ ته کیدو له پاره د ضرب الاجل په توګه ټاکلې ده.

دغه هیوادونه غواړي چې له ایران سره داسې یوه توافق ته ورسیږي چې له مخې یې ایران خپل اتومي پروګرام محدود کړي او په عوض کې هغوی پر دغه هیواد باندې لګیدلي بندیزونه کم کړي.

له دې سره نو دا دریم ځل دی چې په خبرو اترو کې ښکیل هیوادونه ټاکل شوی ضرب الاجل تمدیدوي. ایران ادعا کوي چې نړیوال ځواکونه ډیرې لویې غوښتنې کوي او خپل موقف یې بدل کړی دی. په اصل کې ټاکل شوې وه چې د خبرو اترو دغه بهیر د جون میاشتې پر ۳۰مه نیټه پای ته رسیدلی وای.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د جمعې په ورځ وویل چې په ځینو برخو کې پرمختګونه شوي دي خو روښانه یې کړه چې ځینې مسایل اوس هم ناحل شوي پاتې دي.

کیري او د هغه ایراني سیال محمد جواد ظریف، په تیرو وختونو کې څه نا څه هره ورځ یو له بل سره لیدلي دي خو دیپلوماتان وایي د خبرو اترو په جریان کې یو لفظي شخړه رامنځ ته شوې ده چې له کبله یې بهیر د یوې مودې له پاره دریدلی دی.

کارپوهان وایي چې که دواړه اړخو یو له بل سره موافقې ته ورسیږي نو د دغو هیوادونو په پارلمانونو کې د رامنځ ته شوي تړون تایید به بیا هم یو ستونزمن کار وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب