1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران د پخواني ولسمشر لور زندان ته لیږل شوې ده

۱۳۹۱ مهر ۲, یکشنبه
https://p.dw.com/p/16Cv4

د ایران د پخواني ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني، لور د دولت پر ضد د پروپاگنډ په تور د شپږو میاشتو له پاره زندان ته استول شوې ده. دغه خبر د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا ورکړی دئ. ایرنا په خپل رپوټ کې ویلي دي چې فایزه هاشمي د شنبې په ماښام د لندن څخه تر راستنیدو وروسته نیول شوې ده. هغې ته دغه سزا د جنوري په میاشت کې اورل شوې وه خو د هغې د پلار د مداخلې له امله په عاجله توگه زنداني شوې نه وه. رفسجاني د ۱۹۸۹م کال څخه تر ۱۹۹۷م کاله پورې د ایران د ولسمشر په توگه دنده تر سره کړې ده.